Afghan security forces arrive during a fight against Taliban fighters in Kunduz province north of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 31, 2019. The Taliban have launched a new large-scale attack on one of Afghanistan's main cities, Kunduz, and taken hospital patients as hostages, the government said Saturday, even as the insurgent group continued negotiations with the United States on ending America's longest war. (AP Photo/Bashir Khan Safi)

تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: افغان ځواکونو له څلورو میاشتو وروسته د کندوز دشت ارچي ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله.

تاند ته د دفاع وزارت له لوري ورکړل شوي معلومات ښيي چې افغان ځانګړي ځواکونه تېره شپه یوه نیمه بجه دشت ارچي ته داخل شوي دي او تر سهاره یې دا ولسوالي په بشپړ ډول له طالبانو پاکه کړې ده.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، دا مهال یې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو څو پټنځایونه له منځه وړي دي او درانه تلفات یې هم ور اړولي خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وایي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ ولسوالۍ په غزني، بدخشان، کندوز، تخار او فاریاب کې بېرته له طالبانو نیول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *