لیکنه: مقتصد ستړی
لکه څرنګه چې په پاکستان کې زموږ قاتلین په جي ایچ کیو کې ناست دي، همدارنګه په افغانستان کې زموږ قاتلین او وژونکي په پارلمان کې ناست دي، هیڅوک ددې حق نلري چې د خپل حق لپاره غږ پورته کړي او که چا غږ پورته کړ هغه به همداسې وژل کېږي لکه په لر وطن کې ارمان او دلته په بر وطن کې پتیال او همداسې نور لسګونه ځوانان، چې هلته د پولیس سره د مقابلې او دلته بیا د طالب او نورو ترهرګرو ډلو په نوم سره وژل کېږي.
د ریاست او حکومت طرحه د غږ خاموشه کول او په حقیقت سترګې پټول دي، په خاصه توګه په مقبوضه پښتونخوا کې پښتون قام ته هیڅکله د یو قوم په سترګه نه دي کتل شوي.
مګر اوس دا هرڅه بدل شوي، ولس هرڅه په رڼو سترګو ویني او نور به دا میراثي سیاست هغه که په لر وطن کې دی او یا په بر وطن کې، پای ته رسېږي. له وزیرستان تر پېښور، کوټې او له کوټې تر کابل پوري د هر افغان ورځ تر بلې سیاسي شعور لوړېږي، بهیرونو، تحریکونو او غورځنګونو پر یوه قومي محور د پښتنو، په ځانګړي ډول له ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو د راغونډولو ته زمینه مساعده کړه او نن سبا ټول افغان او پښتون ولس په یوه چیغه راټولېدلی
شي.
نن ورځ ځوانان په دې توانېدلي دي چې په لوی افغانستان کې د یوه نوي سیاست او بدلون بنسټ کېږدي، ددې لپاره چې په سیمه کې نوښت او پرمختک رامنځته شي باید تر شخصي ګټو تېر او د قام او وطن لپاره د ګوندي فعالیتونو پرځای، ولسي پاڅونونو او فعالیتونو ته د لومړیتوب ترڅنګ د هرې نوې سیاسي لارې د عملي کولو له پاره د نویو رهبري څېرو ملاتړ وشي او هغوی دې ته وهڅول شي چې د ولس غږ د ولس په ژبه بدرګه کړي.
په اوسنيو حالاتو کې د شاعر، لیکوال، ادیب او مدني فعالینو ذمه واري داده چې د خپل قام او وطن لپاره غږ پورته کړي، هغه که په هر رنګه وي خو غږ باید تر ریاست او حکومت پوري ورسېدل شي او که داسې نشي کولای نو بیا په بېلا بېلو نومونو سره د ورور او همسنګره ملګرو جنازو ته تیاری ونیسئ، ځکه چې ریاست او حکومت دواړه د ځوانانو په سر لوبه لوبوي او له دوی څخه یو یې ضرور ګټونکی کېږي او تاسو (ځوانان) به ددې اور خاشاک ګرځئ.