په ارګ کې د کوچیانو د ستونزو او لومړیتوبونو د اوریدو په موخه جوړې شوې ځانګړې غونډې ته د جلالتماب جمهور رئیس لس خبرې:

د روانې میاشتې په ۱۸ مه نیټه ارګ کې د هېواد د جولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سکتوري وزارتونو د یوشمیر وزیرانو او معینانو په ګډون د کوچیانو د ستونزو، غوښتنو او لومړیتوبونو د اوریدو په موخه ځانګړې غونډ جوړه شوه.

 دې غونډې ته ولسمشر لاندې لس ټکي بیان کړل:

  1. کوچی هیر شوی قشر دی، نور به نه هیریږي، له هر وزارت نه د کوچیانو پوره سهم غواړم.
  2. دا راته د منلو نه ده چې د کوچي قشر اولادونه دې له زده کړو محروم وي. د پوهنې وزارت ته لارښوونه کیږي چې د کوچي ځوانانو او ماشومانو لپاره اړین ښوونیز فرصتونه برابر او ښوونځي ورته جوړ کړي.
  3.  د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن په مشرۍ دې د اړوند سکتوري وزارتونو د معینانو په کچه د همغږۍ او انسجام یوه ګډه کمېټه جوړه او میاشتنۍ غونډې دې ترسره کړي.

 

  1. ټول اړوند سکتوري وزارتونه دې د کوچیانو د ژوند ښه والي، روغتیا،  زده کړو، د عصري مالدارۍ د پراختیا،د غوښو د تولید، د لبنیاتو او وړیو دپروسیس  او قتصادي پياوړتیا لپاره د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست او د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د جوړو شویو طرحو په  عملي تطبیق کې اساسي کار وکړي.

 

  1. کوچیانو ته دې ملي برنامه تطبیق شي، د دوی د مالدارۍ، ابیارۍ، صنعت، پوهنې او لوړو زده کړو ستونزې دې حل او د ترانسپورټ په برخه کې دې هم له کوچیانو سره مرسته وشي.

 

  1. سکتوري وزارتونه دې د انکشافي پلانونو د جوړیدو او د چارو  د نظارت په برخه کې کوچیانو چارو سمون لوی ریاست ته حق ورکړي.

 

  1.  د وړیو، کشمېرې او غالیو د صنعت په برخه کې دې جدي اقدامات وشي چې دغه تولیدات په یوه معیاري صنعت بدل شي. د کوچیانو تولیدات ارزښت پیدا کړي، ترڅو ورته د پانګونې زمینه برابره شي.

 

  1.  د  عامي روغتیا وزارت ته لارښوونه کیږي څو د کوچي مور او ماشو د مړینې د مخنیوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي او د هغې په راکمولو کې اساسي کار وکړي.

 

  1. لوړو زده کړو وزارت او د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست ته لارښوونه کیږي چې د کوچي ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د زمینې په برابرولو کې اساسي کار وکړي.

 

  1. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کیږي چې د کوچیانو د نفوس معلومولو په موخه سروې وکړي او دغه راز دې د څړځایونو د ځمکو د سروې چې دا مهال تر کار لاندې ده، چټکتیا پیدا کړي.

۱۳۹۸-۷-۲۰

د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *