د بشري حقونو کمېسیون وايي، موندنې یې ښيي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ پر ټاکنیز بهیر اود رایو په مرکزونو ۶۸ بریدونه شوي چې ۳۷۷ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشر د حقونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې وايي، د ولسمشرۍ پر ټاکنیز بهیر یې د ۷۴ ښځینه و په شمول ۲۲۰ کارمندانو ۲۳ ولایتونو کې پر ۴۷۰ مرکزونو نظارت کړی دی چې د ورځې تر پایه یې ۱۲۶۰ ټاکنیزې سرغړونې او تخطۍ هم ورسره ثبت شوې دي.
کمېسیون وايي، په دغو ثبت شويو پېښو کې ورسره ۱۴۱ پېښې داسې وې چې یا انتخاباتي جرم ګڼل کېدای شي، یا هم وسله وال او تروریستي بریدونه وو چې د ټاکنو په مرکزونو شوي دي.
د بشر د حقونو کمېسیون په خپل راپور کې وايي، سږ کال ټاکنو کې کورني بېځایه شوي او محصلین په دې دلیل چې نوملیکنه یې په خپلو سیمو کې کړې وه او نورو ځایونو کې اوسېدل، د رایې له حقه محروم شوي دي.
راپور همدا راز وايي، په ۲۳ ولایتونو کې یې موندنې ښيي چې ګڼو زندانیان هم د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې له حقه محروم شوي دي.
راپور وايي، د ټاکنو په ورځ ۳۷،۵ سلنه مراکز له نیم نه تر دریو ساعتونو ناوخته پرانیستل شوي او ۶۶ سلنه ټاکنیز کارمندان د تخطۍ سبب شوي دي.
ټاکل شوې چې د میزان د ۶مې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې چې ۲ اعشاریه ۷ میلیونه وګړو په کې ګډون کړی و، د میزان په ۲۷مه اعلان شي.
انتخابات ریاست جمهوری به تاریخ ۶میزان در سراسر افغانستان برگزار شد و قرار است نتایج ابتدایی آن به تاریخ ۲۷ میزان و نتایج نهایی، به تاریخ ۶ عقرب اعلان شود.
افغان حکومت وايي، پر دغو ټاکنو یې ۷۲ زره امنیتي ځواکونو څار درلود او ۱۴۹ میلیونه ډالر یې پرې ولګېدل چې شاید د دویم پړاو د ترسره کولو توان یې ډېر کم ولیدل شي.