تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: افغان ځواکونو د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ پر شهرکهنه له څلور نیمو کلونو وروسته بېرته له طالبانو ولکه ټینګه کړه.
د تخار امنیه قومندان سید معراج الدین سادات وايي، شهر کهنه د طالبانو مهم مرکز او اډه وه چې اوس افغان ځواکونو ترې دغه مهمه اډه او د سوق و ادارې مرکز په ماورای کوکچه کې تر ولکې لاندې راوستي دي: (( په دغو عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.))
د سادات په خبره، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شهر کهنه تر څنګ پنځه نور لوی کلي هم له طالبانو پاک شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.