تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: طالبانو د غزني د بریښنا لاین یو وار بیا د میدان وردګو په پل سرخ سیمه کې پرې کړی او دواړه ولایتونه یې له برېښنا محروم کړي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي،دا په روان کال کې نږدې ۱۰۰م ځل شو چې غزني ته تللې بریښنا د طالبانو لخوا د جګړې پر مهال پرې کېږی.

 د غزني د والي ویاند عارف نوري له تاند سره په خبرو کې وویل، طالبانو سږ کال تر اوسه پورې ۹۷ ځله د غزني د بریښنا لاین د جګړې پر مهال یا هم له جګړې پرته پرې کړی دی.

 نوموړی وايي، د غزني د بریښنا لاین اکثره مهال طالبانو د جګړې پر مهال ویشتلی، یو ځل یې پایې په بمونو الوځولي او کله- کله د حقوقي او ملکیتي لانجو له کبله ځايي خلکو هم په میدان وردګو کې د غزني د بریښنا لاین وهلی دی.

نوموړی وايي، له برښنا شرکت سره ولایتي ادارې خبرې کړې دي تر څو د غزني د بریښنا لاینونو د دایمي حل لپاره کار وکړي، چې د ناکامۍ په صورت کې به یې دوی د غزني لپاره بیرته حرارتي بریښنا فعاله کړي.

د غزني د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۷ کال کې هم د غزني برېښنا ۳۰۰ ځله پرې شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *