تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: د بدخشان دیني علماو او سلګونه خلکو په دغه ولایت کې د دغه ولایت د ستمي افکارو لرونکي فعال بلاش تاجیک لخوا اسلام، خدای پاک (ج) او حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي او توهین له کبله لاریون کړی.
دغه ستر اعتراض چې تېره ورځ د فیض اباد د چاپ اندازۍ په لوبغالي کې وشو د دغه ولایت د دیني علماود شورا د غړو تر څنګ، ځوانانو، خبریالانو، د پوهنتون استادانو او ګڼو ولسي خلکو په کې برخه اخیستې وه.
معترضانو پر حکومت غږ وکړ چې په بدخشان کې دې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر بلاش تاجیک چې د ستمي افکارو پیرو دی او د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی دی، باید تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.
د ښاغلي بلاش په تړاو غبرګونونه له هغې وروسته راوپارېدل چې نوموړي په څو فیسبوکي پوسټونو کې د اسلام مقدس دین او حضرت محمد ته سپکاوی وکړ.
د بدخشان د دیني علماو شورا مشر سعدالله ابو امان تاند ته د ټلیفون پر لیکه وايي، ښاغلی بلاش تاجیک کافر شوی دی او حکومت یې باید اسلام ته د سپکاوي په تور تر کلک څار لاندې ونیسي.
نوموړی وايي، د بدخشان ټولو علماو ته یې ویلي چې د بلاش تاجیک پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي او د ممبرونو له لارې پر حکومت فشار راوړي چې دغه کس په سخته سزا ورسوي.
بلاش تاجیک چې ځان په بدخشان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټ مشر ښيي، په شمال کې د خپلو ستمي او تعصبګرانه افکارو له کبله مشهور دی.