په دغه کتاب کې نږدې څلوېښت مقالې دي چې پرون په کابل کې چاپ شو.
«فورمول» کتاب د هنر او ادبياتو او ټولنيزو موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو غږېږي او نقيب احمد عزيزي ليکلی دی.
دغه کتاب د افغانستان د خپلواکي سلمې کليزې په وياړ تېره اوونۍ په کابل کې په زرو ټوکونو کې خپور شو.
پر دغه کتاب افغان ليکوال او کرهکتونکي ښاغلي اسدالله غضنفر يادښت ليکلی دی او دغه کتاب يې د افغانستان د فرهنګي يون په مزل کې يو بل ګام ګڼلی.
«فورمول» په ۱۷۶ مخونو کې چاپ شوی دی.