تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: طالبانو د زابل د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې ده، خو افغان حکومت بیا وايي، د دغې ولسوالۍ مقام یې له زاړه ځایه نوي ځای ته لېږدولی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن مازیګر تاند ته په یو استولي پېغام کې ادعا کړې چې د زابل دایچوپان ولسوالي یې له ټولو ملحقاتو سره د طالب وسله والو لاسته لویدلې او اوس دا ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د زابل ځايي چارواکو بیا د طالبانو دا ادعا هوايي بللې او ویلي یې دي چې د دې ولسوالۍ ځای یې د خلکو د غوښتنې په اساس او د زابل د نظامي شورا د پرېکړې له مخې تبدیل کړی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا کار یې د سیمه ییزو حکومتولۍ په چارو کې د اسانتیا په خاطر کړی دی تر څو سیمه ییز امنیتي او حکومتي بنسټونه له خلکو له نږدې کار وکړي.
بلخوا د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم تاند ته په ټلیفوني تماس کې د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ او زیاته یې کړه د ولسوالۍ مقام له زاړه ځایه نوي ځای ته انتقال شوی دی.
نوموړی وايي، دا مهال په زابل کې یوازې په شاجوی او نمبریک شاهراه سیمه کې امنیتي ستونزې شته چې د له منځه وړلو لپاره یې نن سهار د جنرال رازق په نوم عملیات پیل شوي او ګڼې سیمې په څو ساعتونو کې له طالبانو پاکې شوې دي.