تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د کابل امنیه قومندانۍ تاییدکړه چې د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر نن سهار په کابل کې د نامعلومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاندته وویل، پولیسو لا د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو وروستي معلومات نه دي راټول کړي.
نن سهار داسې راپورونه خپاره شول چې د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر سیدضیاء الدین په یوولسمه حوزه کې د دغې لیسې مخې ته ناڅرګنده وسله والو وژلی دی.
د ښاغلي ضیاء الدین خپلوان وايي نوموړی نن سهار ۴ بجې له لیسې څخه د کور ته دروانېدو په حال کې و چې وژل شویدی.
دا په داسې حال کې د چې تر دې وړاندې د شنبې په مازیګر د کابل ۶مه ناحیه کې د میدان وردګو د جغتو ولسوال هم وژل شوی و، همدا راز طالبانو ادعا کړې وه چې د یکشنبې په ورځ یې د کاپیسا استیناف څارنوال وژلی دی او همدا راز د شنبې په مازیګر په مزار شریف کې د یو دیني عالم د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شول.