تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د عامې روغتیا وزارت له اوږده ځنډ وروسته نن دوشنبه په ټول هېواد کې د پماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین ۵ ورځنی کمپاین پل کړ.
د عامې روغتیا وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا کمپاین به دوشنبه، سه شنبه، چهار شنبه، پنجشنبه، جمعه د میزان تر ۲۶مې نېټې پورې په ټول هېواد کې روان وي چې په ترڅ کې به یې د ۳۲۴ ولسوالیو اته اعشاریه ۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول شي.
په دې پنځه ورځني کمپاین کې هغو سیمو ته خاصه پاملرنه کېږي چې سږ کال په کې د پولیو زیاتې پېښې شوې دي.
بلخوا د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د پولیو واکسینو له کمپاین سره هم مهاله ویلي، وزارت دې ته سخت اندېښمن و چې د پولیو واکسینو په کمپاینونو کې د اوږد ځنډ له کبله لوی شمېر ماشومان له پولیو واکسینو محروم پاتې وو: ((دا خطر ورځ تر بلې په زیاتېدو و چې پولیو بیاخپره نه شي، دا ډېره مهمه ده چې دا ځل کمپاین کې له پولیو واکسینو پاتې ماشومانو ته واکسین ورکړو، زه په ټولو کورنیو غږ کوم چې خپل ماشومان خامخا واکسین کړئ.))
د ډاکټرانو په وینا، پولیو ناروغي د درملنې وړ نه ده، خو ماشومانو ته د دغې ناروغۍ ضد واکسینو ورکول د پولیو مخه نیولی شي.
د ارقامو په اساس سږ کال په افغانستان کې ۱۶ د پولیو پېښې ثبت شوې دي چې پنځلس یې یوازې په سویلي حوزه کې رامنځته شوې دي.
له دې منخه ۸ پېښې په ارزګان، ۵ په هلمند او ۲ په کندهار کې شوې دي خو یوه یې بیاپه کونړ ولایت کې رامنځته شوې ده.