تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما یو وار بیا ټینګار کړی دی چې یوازې بایومتریک شوې رایې دې وشمېرل شي.
یوناما نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی یو وار د ټاکنیزو کمېسیونونو په صلاحیت او پریکړه د بایومتریک رایو د شمېرنې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼو نوماندانو او سیاسي ګوندونو هم یوازې د بایومتریک شویو رایو په شمېرنه ټینګار کړی دی چې ورسره هم مهاله د ټاکنو کمېسیون هم اعلان کړی دی چې دوی یوازې بایومتریک رایې شماري.
ټاکل شوې چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.