زاهد شاه انګار
خوست کې د ځمکې ارزښت او قیمت ځکه له حده لوړ دی چې له یوې خوا د خوست ولایت مساحت د افغانستان له نورو ولایتونو څخه په مراتبو کم دی، له بله پلوه د خوست څه نا څه ۶۰% ځمکه غرونو نیولې ده.
د خوست په تڼیو، اسمعیل خیلو مندوزیو، شمل، متون، ګربزو، لکڼو، تریزیو، باک او صبریو کې د کمو کرنیزو ځمکو تر څنګ څه اندازه للمي ځمکې هم شته خو د هغې ډیری برخې د نفوسو د تراکم او زیاتوالي له امله د استوګنې په سیمو بدلې شوې دي.
خوست ښار چې د خوست ولایت مرکز دی، متاسفانه چې هغه هم د ځکمو د کموالي له امله د پراختیا، پرمختیا او د ماسټر پلان د جوړیدو او تطبیق له جدي ستونزو سره مخ دی.
یوه ستونزه دا هم ده چې د خوست د موجوده ښار لپاره په جوړیدونکي ماسټر پلان کې د ښار جنوب، شرق او شمال لوري ته ځمکې د کرنیزو سیمو په نوم پیشبیني شوې دي، چې په حقیقي ډول او د مشاهدې تر مخې په یادو سیمو کې د نشت په حساب زراعتي ځمکې پاتې دي نورې ټولې ځمکې په نا پلان شوې توګه په رهایشي او تجارتي ساحو اوښتې دي.
د دې لپاره چې خوست ښار په منظمه او د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو مطابق په هر اړخیز ډول انکشاف وکړي، په کار ده چې د خوست ښار د ماسټر پلان طرحه د خوست ښاریانو له بیلابیلو کته ګوریو، قشرونو، صنفونو او بنسټونو سره په دوامداره توګه شریکه شي تر څو په نتیجه کې د خوست ښار د پراختیا او پرمختیا لپاره له هره حیثه یو جامع او د وخت غوښتنو ته ځواب ویونکی ماسټر پلان ترتیب او منظور شي.
اوس راځم د صحراباغ ځمکې په اړه پشنهادي طرحې ته:
په پام کې ده چې پاچاخان پوهنتون د موجوده صحراباغ او د متون سدیخیلو صحرا کې جوړ شي، چې د دغه پوهنتون د جوړیدو د ځمکې په اړه د متون د سدیخیلو قوم خپل رضایت هم ښودلی دی.
یاده صحرا له تیرو پنځو میاشتو راهیسې د پاچاخان پوهنتون لپاره، د ولایتي ادارې او له مرکز څخه د راغلیو هیتونو له خوا څو ځلې سروې شوې ده.
له مرکز کابل څخه د وروستي ځل لپاره راغلي پلاوي د کار نتیجو چې د خوست ولایت د اړونده ادارو د مالوماتو پر اساس چمتو شوې، ښودلې ده چې په یاده صحرا کې هیڅ کومه پروژه تر پلان لاندې نه ده او په عامه اصطلاح سپینه ځمکه ده.
خو وروسته وروسته په یاده ځمکه کې د څلورو ولسوالیو (تریزي، صبري، باک او ځاځيمیدان) د ښوونکو لپاره په همدغه سپینه ځمکه کې د ښارګوټي جوړولو مسله د خوست د اړونده ریاستونو له خوا رامنځ ته شوه.
د متون سدیخیلو په صحرا کې د څلورو ولسوالیو ښوونکو لپاره د ښارګوټی مسله په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې څو کاله مخکې د دغو ښوونکو د ښارګوټي جوړولو لپاره د خوني خوړ سره څېرمه ځمکه په نښه، سکیچ او د انتقال پروسه یې هم په جریان کې وه.
کله چې د خوست اړونده ادارو غوښتل د یادو ښوونکو لپاره ښارګوټی د خوني خوړ څخه د متون سدیخیلو صحرا ته را ولیږدوي د متون سدیخیلو قوم له غبرګون سره مخ شول او د یاد قوم اوسیدونکو په سوله ایزو مدني حرکتونو لاس پورې کړ او په خپل مالچر کې یې د ښوونکو د ښارګوټي مخه ونیوه.
هغه مهال چې د متون سدیخیلو صحرا کې د ښوونکو د ښارګوټي مخه ونیول شوه، د څلورو ولسوالیو (تریزي، صبري، باک، ځاځیمیدان) ښوونکو کاري اعتصاب وکړ.
تر دغه اعتصاب وروسته د افغانستان جلالتماب جمهور ریس له خوا د پاچاخان پوهنتون، معلمینو ښارګوټي او د متون سدیخیلو قوم حق او مالچر د حل لارو د موندلو لپاره، د ولسمشر سلاکار محمد ابراهیم مشفق تر مشرۍ لاندې د خوست ولایتي ادارې د اړونده ریاستونو د استازو، د متون سدیخیلو قوم استازو او معلمینو استازو په ترکیب یو پلاوی وټاکل شو او پلاوي پر همدې مسلې نږدې یوه میاشت کار وکړ.
د متون سدیخیلو قوم د مشرانو او یاد پلاوي ترمنځ د دغې مسلې لپاره د حل لارو پر بیلابیلو طرحو بحثونه وشول، په پای کې د هیت ټولو غړو د حل لارې پر دې طرحه شفاهي توافق وکړ چې د یادې ځمکې شرقي څنډه کې دې ۶۰۰ جریبه ځمکه د ښوونکو د ښارګوټي لپاره بیله شي او ۶۰۰ جریبه ځمکه دې د یادې ځمکې غرب خواته د سدیخیلو قوم ښارګوټي لپاره چې د دوی مالچر دی او د دولتي املاکو د ثبت او اساس په کتاب کې د دولتي ځمکې په نوم ثبت هم نه ده بیله شي.
او د دواړو ښارګوټو تر منځ ځمکه چې ۲۲۰۰ چریبه کیږي هغه دې د پاچاخان پوهنتون لپاره ځانګړې شي.
د مالوماتو تر مخې د پاچاخان پوهنتون اکاډمیک پلان ته په کتو د پاچاخان پوهنتون لپاره ۲۸۰۰ جریبه ځمکه په کار ده، نو د دې لپاره چې له یوې خوا د باچاخان پوهنتون لپاره ځمکه سپما شوې وي او له بله پلوه د پاچاخان پوهنتون شرق، غرب او شمال لوري ته عصري ښارګوټي، سوداګریزې او شنې ساحې رامنځ ته شوې وي داسې طرحه وړاندیزوم:
۱- د پاچاخان پوهنتون شرق خوا ته، د ښوونکو ښارګوټی دې په افقي نه بلکې عمودي ډول د استوګنې لپاره جوړ شي.
د ښارجوړولو وزارت دې په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د استوګنې لوړ پوړیز بلاکونه جوړ کړي او د یادو څلورو ولسوالیو او د خوست مرکز مستحقو ښوونکو ته دې د قسط په ډول توزیع کړي.
۲- د معلمینو د یاد ښارګوټي سره جوخت دې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې تجارتي مارکیټونه، د پولیسو ماموریت، د ښاروالۍ ناحیه، پوسته خانه، د مارکیټونو ترمنځ شنې ساحې او … پلان کړي.
۳- د پاچاخان پوهنتون غرب لوري ته دې هم د متون سدیخیلو قوم لپاره په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د استوګنې لپاره د لوړ پوړیزو ودانیو ښارګوټی د دولت (ښار جوړولو وزارت) لخوا جوړ او د سدیخیلو قوم اوسیدونکو ته دې یې په قسط ډول توزیع کړي.
۴- د سدیخیلو د یاد ښارګوټي سره جوخت دې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې تجارتي مارکیټونه، د پولیسو ماموریت، د ښاروالۍ ناحیه، پوسته خانه، د مارکیټونو ترمنځ شنې ساحې او … پلان کړي.
۵- د پاچاخان پوهنتون جنوب لوري ته ځمکه چې څه نا څه ۱۵۰ جریبه کیږي اوس یې په ډیره برخه کورونه اباد دي هغه دې هم د یادې سیمې له اوسیدونکو سره په تفاهم د استوګنې لپاره په لوړ پوړیزو ودانیو او تجارتي ساحه بدله شي.
۶- د پاچاخان ځمکې د احاطې د باندې ګردچاپیره د خوست د غرنیو طبعي ونو بوټو کښینولو لپاره یو جامع پلان جوړول، او د قطارونو په شکل د ونو بوټو کښینول په داسې شکل چې:
لومړی قطار برړې، ورپسې مزري، بل قطار مماڼې، ورپسې ګورګورې، کرکڼې، څیړۍ، ښوون، چهار مغز، لمنځې، زړغونځي، چنارونه او … دا کار به له یوه پلوه دغې سیمې ته طبیعي ځنګلیزه ښکلا ورکړي، د چاپیریال له پاره به ګټور تمام شي او له بل لوري به د خوست د هغو غرنیو طبیعي ونو بوټو نسل هم وساتل شي چې دا مهال د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
۷- د خوست ښار له بلند منزلو څخه تر صحرا باغ پورې موجوده سړک دې څلویښت متره پراخ شي.
– د خلکو ځمکې دې استملاک شي، پیسې دې ورکړل شي او د ځمکو مالکانو ته دې د سدیخیلو او معلمینو په ښارګوتو کې یو یو اپارتمان امتیاز هم ورکړل.
۸- د خوست ښار د هندوانو کلي څخه د شرق په امتداد سړک دې تر خوني خوړه پورې د ۴۰ متره په عرض په پلان کې ونیول شي.
– خوست له محترم والي صیب څخه مو هیله او غوښتنه ده چې د خوست ښار د پراختیا، پرمختیا، ښکلا او سمسورتیا لپاره د دغې طرحې د تخنیکي ارزونې، پلان جوړولو او منظورۍ او د اسنادو ترتیب لپاره د خوست اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.
د ښار جوړولو محترم وزارت څخه مو هیله دا ده چې تر تخنیکي او فني سروې وروسته یاده پیشنهادي طرحه منظوره او د خوست ښار لپاره په جوړیدونکي ماسټر پلان کې شامله کړي.
د جمهوری ریاست د چارو ادارې له محترم تخنیکي معینیت او په ځانګړي توګه له ښاغلیو بشرمل صیب او کریمي صیب څخه مو هم هیله دا ده چې دا خاکه د ښارجوړولو وزارت له تخنیکي ارزونې وروسته له یاد وزارت سره په همغږۍ د اسنادو له ترتیب وروسته د افغانستان د کابینې غونډې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړي.