تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید، د ټاکنو کمېسیون ته د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ اندېښمنوونکی او ناسم بللی دی.
د راپورونو په اساس په تېره یوه اونۍ کې د څلورو هېوادونو ایران، کاناډا، امریکا او بریټانیا سفیران د ټاکنو کمېسیون ته ورغلي او د کمېسیون له رهبرۍ سره یې لیدنې کړې دي.
نه یوازې دا بلکې تر اوسه پورې د اسیا د دیموکراتیک انسټیټیوت رئیس، د اروپايي ټولنې ۱۱ سفیرانو، د ناټو ملکي استازي او د یوناما مشر کمېسیون ته ورغلي او د چارو لیدنه یې کړې ده، چې له کبله یې پر ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا نیوکې راپورته شوې دي.
د فیفا مشر یوسف رشید وايي، ګڼو سفیرانو ټول ډپلوماټیک عرفونه او اداب تر پښو لاندې کړي دي او هر وخت یې چې زړه وغواړي د ټاکنو کمېسیون ته سر ورښکاره کوي، چې دا کار سم نه دی.
ښاغلي رشید د کمېسیون پر کمېشنرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی حق نه لري د نورو هېوادونو له سیاسي استازیو سره د کمېسیون په داخل کې لیدنې وکړي او هغوی ته د خپلو کارونو معلومات ورکړي: (( موږ له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د تنظیم لپاره د بهرنیو چارو وزارت لرو، دوی دې هلته ولاړ شي، حق نلري چې ټول ډپلوماټان هره ورځ کمېسیون ته ور روان وي.))
یوسف رشید وايي، دا سمه ده چې افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او افغانانو د دوی په مالي مرسته ټاکنې ترسره کړې دي،خو دا معنا نلري چې خارجي سفیران ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي او د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي: (( که نړیوال رښتیا هم د رڼو پایلو په لټه کې وي، نو کمېسیون ته دې نه ورځي او د ټاکنو پایلو ته دې صبر وکړي.))
ښاغلي رشید زیاته کړې، ټولو هېوادونو د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې د افغانستان له ټاکنو سره مالي مرسته کړې ده او هر کار چې لري د دغه نړیوال سازمان له لارې دې یې له ټاکنو کمېسیون سره ترسره کړي.