تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د ټاکنو کمېسیون اعلان کړه چې د میزان د شپږمې په ټاکنو کې ۲۶۵۶۸ د رایو محلونه پرانیستي وو چې له منځه یې د ۲۲۵۸۸ محلونو بایومتریک رایې مرکزي سرور یا ډیټابېس ته رسول شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون یوې کمېشنرې نن مازیګر خبري کنفرانس کې وویل، تر اوسه د دغو ۲۲۵۸۸ مرکزونو یو میلیون ۷۰۳۷۷۸ بایومتریک رایې ډیټابېس ته پورته شوې دي.

نوموړې زیاته کړه، همدا راز به د پاتې ۳۹۸۰ مرکزونو رایې هم ژر تر ژره ډېټابېس ته ورسول شي خو په وینا یې دا ارقام وروستي نه دي بلکې شاید چې تغییرات په کې راشي.

په همدې کنفرانس کې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، تر اوسه د پایلو ۲۵۵۸۳ فورمونه د پایلو بانک کې (انتیک یا له لاسوهنې خوندي) شوې دي او پاتې د پایلو ۲۵۵۵۸  فورمې به هم له سکین وروسته په کې ثبت شي: (( موږ ۲۵۵۶۰ فورمونه تصفیه کړي دي، خو ۲۵۵۲۲ فورمونه انټري شوي دي، همدا راز مو د نتایجو ۸۷ فورمونه تفتییش ته اماده کړي دي او د ۴۳۲ فورمونو رایې بیا شمېرو.))

د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ټاکل شوې ده چې د میزان په ۲۷مه او نهايي پایلې به یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

کمېسیو په سږنیو ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېرې د وروستي ځل لپاره دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ نفر اعلان کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *