تاند- د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د حقاني شبکې د مهم مشر نصیرالدین حقاني وژل کېدا په دې اړه شکونه نور هم زیات کړل چې پاکستان د ترهګرو خوندي پناهځای دی.
د روان نوومبر په لسمه د حقاني شبکې د مالي مسوول نصیرالدین حقاني وژل کېدا د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې په دوهمه د اسامه بن لادن وژل کېدو ته ورته و.
دواړه د خپلو تروریستي تنظیمونو متفکرمازغه ګڼل کېدل، په دواړو پسې امریکا ګرځېده او دواړه د خلکو په منځ کې او په لویو او لوکسو کورونو کې اوسېدل.
خو په دې توپیر چې بن لادن په ایبټ اباد ښار کې د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ پټ و خو نصیرالدین حقاني بیا پټ ژوند نه کاوه.
داسي ښکاري چې نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې څو کورونه او لوکس ژوند درلود او اکثره به یې بازارونو او رستورانونو ته تګ راتګ کاوه.
د پاکستان د پوځ یو متقاعد بریدجنرال محمود شاه وايي، په نانوايي کې د ډوډۍ له اخیستلو وروسته د نصیرالدین حقاني وژل کېدا د پاکستان لپاره د ډېرې اندېښنې وړ ده.
«پوښتنه دا ده چې ده په اسلام اباد کې څه کول؟ موږ داسي انګېرله چې حقاني شبکه یوازې په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او حتي فکر کېده چې دوی یوازې د افغانستان پولې ته نژدې دېره دي.»
ګومان کېده، حقاني شبکه، چې د نصیرالدین حقاني د بوډا پلار جلال الدین حقاني له لوري جوړه شوې وه او اوس یې قومانده د سراج الدین حقاني په لاس کې ده، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې مېشته ده او د افغانستان په جنوب ختیځ کې فعالیت کوي.
په اسلام اباد کې د دې شبکې د یوه مهم مشر اوسېدا او د بسپنو د راټولولو لپاره د خلیج هیوادونو ته د ده سفرونه د حیرانتیا وړ دي.
«په اسلام اباد کې د نصیرالدین حقاني اوسېدا د پاکستان لپاره د ډېر شرم وړ وه. دا د پاکستان د بدنامۍ یوه بله وجه ده، خو داسي ښکاري چې پاکستان په ټوله معامله کې ملامت دی.»
د اتیایمې لسیزې په کلونو کې د حقاني شبکې او کورنۍ د امریکا په مرسته د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړه کوله.
جلال الدین حقاني په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د یوه مخکښ قومندان په توګه له طالبانو سره یوځای شو او په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د حقاني شبکه د طالبانو په منځ کې تر ټولو په وژونکې ډلې بدله شوه.
په ۲۰۱۰ میلادي کال حقاني شبکه د امریکا له لوري د نړیوالو تروریستانو په لیست کې شامله شوه.
افغان خبریال سمیع یوسفزی وايي، په اسلام اباد کې د نصیرالدین حقاني حضور دا ښيي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په پاکستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي.
خو د نصیرالدین حقاني وژل کېدا د دې ښکارندوی دی چې د هغوی امنیت بشپړ تضمین هم نه دی.
«دا قتل ښيي، کوم کسان چې د امریکا او لوېدیځ استخبارات پسې ګرځي په پاکستان کې د خپل امنیت په اړه ډاډه دي. ښايي په دې فکر کې دي، چا چې تروریستان بللي او جایزې یې پرې ایښي دي د پاکستان په داخل کې څه نه شي کولی.»
که څه هم پاکستان د نصیرالدین حقاني د وژل کېدو په اړه پټه خوله غوره بللې خو د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وویل، هیواد یې له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
«د افغانستان ټولې جنګي خواوې د پاکستان له پوځ او حکومت سره مثبتې اړیکې لري. موږ له افغان طالبانو سره ښې اړیکې لرو او له هغوی سره زموږ اړیکې په ښه کېدو دي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني لوی درستیز مایک مولن په ۲۰۱۱ کال د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارو ښی لاس بللې وه.
خو پاکستان په ځلونو دا تور رد کړی دی. مګر د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د حقاني شبکې موجودیت یو ځل بیا د پاکستان په اړه شکونه پیاوړي کړل.
پوښتنه دا ده چې نوموړي څرنګه په اسلام اباد کې ازاد ژوند کاوه حال دا چې پاکستان په ښکاره د تروریزم پرضد په جګړه کې د امریکا متحد دی.
يا وروره
لمر په دو ګوتوو نه پټګئ دا د لمر په شان واضعه ده چه دهغه خلق د پاکستان غلامان دۍ عام افغانان ټول پوهيګئ چه خبره چرته ده اوس زمونږ ټولئ ميډيا ته پکار ده چه د شک شوبئ او يا هغه د شف شف کار پريګدئ او شفتالو د ووائي
Waye chey ” Patai ye tol wekhorh te ye la os ham mozhak boley”.
Afghanistaan ye tol loota loota kerh taso la os ham shak prey kawai. Da tse raqem manteq aw stergi di, chey da tsalor lasizey ye ne wini.
پاکستان ہمیشہ دافغانستان پہ کورنیو چاروکی مدا خلت کڑ أو کویہ أو پہ عربی نڑ کی هم دافغانستان پہ ضد من فی
تبلیغات کڑی اوکے أو دہغو نظر وراڑولی دہ