شاه واجب الاحترام، غير مسئول شخص دئ:
د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت خلکو ته ور کول کيده.
اوس چې جمهوري نظام اود ديموکراتيک سيستم د بنسټونو د مينځ ته راوړلو او ټينګولو دپاره هر اړخېزې هڅې روانې دې، دټولنې هر وګړی د قانون پر بنا مکلفيتونه ،مسئوليتونه، برابرحقوق او ځني امتيازونه لري ,خو بياهم ځينود نا پوهي او ځينو بيا د زور واکي له ليارې ځانونه واجب الاحترام غير مسئول ګرزولي دي. اود سرو زرو خيالي جوغه په سر د خود خواهي او يکه تازي پر تخت يي تکيه کړې ده.

د پارالماني مصئونيت تر نوم لاندي ئي خپله پارالماني دنده، مسئوليت او مکلفيت هير کړي دي.
نه پوهيږم چې پارالمان د پرانستلو په پيل کې کوم ښو ونيز او معلوماتي سيمينار لري اوکه نه، داخو ضروري ده چې استازي د پارالمان د ټولو اړخونو سره بشپړه پيژند ګلوې تر لاسه کړې.
دا دنوې دندې او نوي چاپيريال دپاره يو نورمال پروسيجر دی .په تيره بيا زمونږپه هيواد کې چې د څلويښتو کلونو جګړو ،ځان ځانيو او خپل سريو لاسته راوړنه همدا د زور واکۍ کلچر دی چې ” واجب الاحترام غير مسئول” او” ميم زور ما ټول ئي زما “ناحقه او زنګو وهلی ذهنيت يې طرز تفکر دی .نو له همدي کبله څنګه چې د پارالماني استازو تجربې او سياسي ، حقوقي درک، برداشت او انګيرنې ډيرې محدودې دې.
ښايي چې تکړه حقوق پوهانو او د پارالماني چارو مجربو متخصيصينو ته پدي پارالماني ښوونيز اومعلوماتي سيمينار يا “پرانيستونکي ښه راغلاست” کې، د کوربه،لکچر او وينا ورکونکو په توګه ګډون ور کړل شي. پدي پرانيستونکي ښه راغلاست کې د کومې کمې ،زياتې او تحقيرخبره نه شته.
هغسي چې بي خبري له قانون څخه د جرمي مسئوليت څخه د برائت سبب نه شي کيدلاي، هم هغسي د مسئوليت، مکلفيت اهمال او تېروتنه او دقانون څخه سر غړونه د مصئونيت اومعافيت له دايرې څخه وتل دي.
پارالماني مصئونيت څخه ځينو بلا ګردان جوړ کړی دی، او د هرې سرغړونې او تيروتنې په وخت کې يي د قانون او قانون د مجريانو په مخ کې د خپلې دفاع دپاره د ډال په توګه کارولی دی.
پارالماني مصئونيت د پارالمان غړی د جرم د ارتکاب په صورت کې د قانوني تعقيب څخه نه شي ساتلای.
د پارالمان په استازی د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو قوانين پلي کيدلاي شي.
د پارالمان غړی د بندي کولو څخه مصئون دی هغه وخت چې د پارالمان په جلسه کې ګډون ولري.
ولي کله چې د پارالمان استازی د خيانت،جنايت مرتکب شي، او دسولې او امن نقض او سرغړونه وکړې نو نوموړی د قانوني تعقيب څخه مصئون نه دی.
د پارالمان غړی د پارالمان په جلسه کې د وينا، مدارکو وړاندي کولو او جر وبحث په صورت کې مصئونيت لري هغه د دغو اظهاراتو له کبله بندي کيداي نه شي.
دپارالمان استازی د بې پروايي، جرم په صورت کې چې انګېزه يي رشوت يا فساد وي، د پارالمان له خوا مجازات کیدای شي او د دندې څخه ګوښه کيداي شي.
د پارالمان استازی پداسي قانون هوکړه نه شي کولاي کوم چې دهغه د عملي کولو له کبله عمل جرم وګڼل شي.
اويا داسي قانون چې د هغه پر اساس کوم معين او مشخص ګروپ يا قشر مجازات شي.
د پارالمان غړی نشي کولای چې هغه شخصي معلومات چې د دوی د رسمي مقام څخه را اخستل شوی وي د خپل منفعت او ګټې دپاره و کاروي.که داسي وشي نو هغه تر قانوني تعقيب لاندي راتلاي شي.
ددي مقصد دادی چې د پارالمان استازی د پارالمان په دايره کې د ځينو کمپنيو او تجارتي شرکتونو په هکله معلومات لري، چي دا دهغو مراجعو شخصي معلومات ګڼل کيږي. نو استازي نشي کولاي ددغو معلوماتو د لرلو پر بنسټ ددغو کمپنيو او شرکتونو سره په راکړه ورکړه او يا پلورلو او پيرو دلو کې شريک او ګډ شي. چي داستازي داکار د نورو متشبيثينو په حق کې بي عدالتي او تيری دی.
پارالماني مصئونيت يو سيستم دی چې په هغه کې و استازي ته د قانوني تعقيب قسمي مصئونيت ور کړ شوی دی.
د پارالمان د غړي د قانوني تعقيب نه مخکي دهغه پارالماني مصئونيت بايد ځني واخستل شي.
چې دا مصئونيت د لوړ پوړې محکمې او ياپه خپله دپارالمان له خوا ځني اخستل کيږي.
داسي نظر او عقېده هم شته چې د پارالماني مصئونيت امتياز په حقيت کې هغه خلکو ته ورکړ شوی دی کومو چې د پارالمان استازي ته رايه ور کړې ده. تر څو دغه موکلين يا رايه ورکونکي په پارالمان کې غږ او نظر ولري.
په لنډ او پايله کې ويلاي شو چې د پارالمان غړي مصئونيت زياتره د پارالمان په انګړ پوري محدود او تړلی دی.
د يادونې وړ ده چې د هر هيواد قوانين، لايحې او دستورالعملونه ځانته ځانګړتياوې لرې. ولي پرنسيپ او دوکتورين په يوه نقطه کې سره را ټوليږي.چې دلته هغه د پارالمان استازي، پارالماني مصئونيت دی .