تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د ناټو سرمنشي یو وار بیا ټینګار کړی چې دا سازمان او متحدین به یې له افغانستان سره اوږه په اوږه تر هغې کار وکړي چې افغان ځواکونه په یوازې ځان د ترهګرو د ځپلو وړتیا پیدا کړی او په افغانستان کې د سولې شرایط اماده شي.

ښاغلي سټولټن برګ د بریټانیا پارلمان ته په وینا کې دا خبره کړې او ویلي یې دي، افغان ځواکونو، مېرمنو او نارینه و د ستاینې وړ ډېر څه ترلاسه کړي دي او باید ستاینه یې وشي چې افغانانو یو وار بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل د رایې ډیموکراټیک حق وکاراوه.

نوموړي ویلي، دوی د سولې د مذاکراتو د بیا پیل هرکلی کوي خو په دې شرط چې طالبان د واقعي جوړ جاړي لپاره د مذاکراتو په لیست کې تمایل ښکاره کړي: (( متاسفانه موږ وینو چې طالبان تاوتریخوالی زیاتول غواړي او له دې کاره لاس نه اخلي.))

ښاغلي برګ زیاته کړه، دا سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا ښکاره کوي او اړتیا پېښوي چې له دوی څخه د افغانستان د راتلونکي او ثبات لپاره قوي ضمانتونه واخیستل شي.

ښاغلي برګ زیاته کړه، ناټو به تر پایه له افغانستان سره مرستو ته ژمنه وي او باور لري چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *