تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د هرات د سوداگرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغاني توکو د بازار د تخریب په تړاو د ایران ډمپینګ سیاستونو په هرات کې نږدې دوه سوه فابریکې له کاره غورځولې دي.

مسوولان وايي، ایران د افغانستان د تولیداتو په څېر توکي تر هغې په ارزانه بیه افغانستان ته را استوي، تر څو د افغانستان د کورنیو تولیداتو بازار پرې خراب کړي.

د هرات د صنعتګرانو ټولنې یو سوداګر غړی زلمی سعیدي هم تاند ته وايي، پخوا د هرات په صنعتي پارک کې ۵۰۰ فابریکې فعالې وې، خو اوس یې ۲۰۰ فابریکې تړل شوې دي: (( که د ایران ډمپینګ سیاست مخه ونه نیول شي، نورې فابریکې به هم ډېرې ژر دروازې وتړي.))

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي امر خلیل احمد یارمند هم تاییدوي چې ایران د افغاني تولیداتو د قیمتونو د ځپلو په هڅه کې دی او همدا راز یې هرات ته غیر قانوني او قاچاقي واردات هم پیل کړي دي، تر څو د افغانستان نوی راټوکیدلی اقتصاد پرې وځپي.

بلخوا د هرات د والي مرستیال داوود هاشمي ټینګار کوي چې د ایران د ډمپینګ سیاست مخه به ونیسي.

One thought on “د ایران د مغرضانه اقتصادي سیاست له لاسه د افغانستان ۲۰۰ فابریکې تړل شوي”
  1. کور مو وران شه د پردیو مزدورانو
    د جهاد او غزاګانو نامرانو
    د خپل کور په ورانولو مو ساعت تیر دی
    د ایران او پاکستان تکه مریانو
    د کارغانو شانته سر ټیټ په فساد کی
    بی ناموسو بی غیرتو انسانانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *