تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د هرات چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله والو له دغه ولایت نه د یو خصوصي بانک څلور کارکوونکي تښتولي دي.

 د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې د یو خصوصي بانک دا څلور مامورین د هرات- اسلام کلا بندر له لویې لارې څخه په قدوس اباد کې برمته کړای شوي دي.

ولي زاده زیاته کړه تر اوسه معلومه نه ده چې دا کسان چیرته لېږدول شوي دي او دا کار چا کړی دی خو په وینا یې په دې تړاو یې د پولیسو پلټنې روانې دي.

هرات کې له یوې مودې راهیسې له لویو لارو څخه د خلکو د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *