تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز کابل ته راغلې او نن سې شنبه یې له ولسمشر غني سره په ارګ کې د ټاکنو، سولې او سیمه ییزو اړیکو په هکله خبرې کړې دي.

 ارګ د دغې لیدنې په تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې اغلې الیس ویلز په افغانستان کې د ټاکنو د ترسراوي ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ځل رایې خلکو د ولسواکۍ د ټینګښت لپاره ورکړې دي.

بلخوا ولسمشر په دې لیدنه کې د ټاکنو کمېسیون ته د جان بس زیات تګ راتګ ته په اشاره ویلي چې باید د ټاکنیزو کمیسیونونو د پرېکړو خپلواکي رعایت کړای شي او نوماندان دې هم له وخته مخکې د بریا ادعاوې نه کوي.

 ولسمشر همدا راز ویلي چې افغانان د باعزته او تلپاتې سولې په تړاو ټولمنلې اجماع لري او سوله به نه یوازې د اوسني بلکې راتلونکي حکومت لومړیتوب هم وي.

 ولسمشر غني په داسې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د خپلواکۍ د درناوي غوښتنه کړې ده چې د امریکا سفیر په دې وروستیو کې د کمېسیون په مرکزي دفتر کې ډیر لیدل کېږي او ویل کېږي چې ان د نتایجو تر مرکزه پورې تګ راتګ کوي.

نښې نښانې داسې ښيي چې د امریکا سفیر جان باس د اشرف غني سرسخته مخالف او د عبدالله پر خوا یې تمایلات او ملګرتیا ډېره ده.

One thought on “غني، الیس وېلز ته د جان بس په اړه اشاره ورکړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ ته پام وکړئ”
  1. why afghans are quite,how john boss going to election comision.
    is afghanistan free country?
    what is Ambassador duty?
    AFGHAN PRESIDENT MUST ORDER TO USA FOREIGN MINISTER TO REPLACE US AMBASSADOR.
    i hope afghans show up against all embassy.need to do demonstration.
    thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *