تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د پاکستان د پارلمان مشر وايي، دوی چمتوو دي چې د پاکستان د پارلماني خدمتونو د موسسې لخوا د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

 د پاکستان د پارلمان مشر یا د دوی په وینا سپیکر اسد قیصر دا خبرې د صربیا په بلګراد ښار کې د پارلماني مشرانو د ۱۴مې نړیوالې غونډې په حاشیه کې د افغانستان د ولسي جرګې له مشر میررحمان رحماني سره په لیدنه کې کړې دي.

 په دې اړه د پاکستان د پارلمان په یوه بیانیه کې د اسد قیصر له خولې راغلي چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د همکاریو د ودې، اعتماد جوړونې او د ستراتیژیو د بدلون په برخه کې پارلمان په پارلمان مذاکرات پيل شي.

په دې لیدنه کې د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر، د افغانستان د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني ته له یو پلاوي سره د پاکستان د سفر بلنه ورکړې .

د پاکستان د پارلمان مشر همدا راز د افغانستان د ولسي جرګې له مشر څخه غوښتي چې د کشمیر د محاصرې په ماتولو کې د ورسره افغانستان مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پارلماني اړیکې په نشت حساب دي، ځکه یوازې تېر کال د پاکستان د پارلمان یو پلاوی افغانستان ته په سفر راغلی و چې بیا له کابل څخه څوک ورنغلل.

One thought on “پاکستان د افغانستان د ولسي جرګې د غړو ظرفیت لوړونه کې د مرستې سینه ډبولې”
  1. د څه شي ظرفیت یې لوړوي؟ که د غلاوفسادولڼډغرۍلوچکۍ ټرینینګ ورکوي، هیڅ ضرورت نشته، زموږ پارلماني موجودات ټول جهان ته درس ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *