تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: ترکمنستان یو رسمي دولتي پلاوی پاکستان ته استولی څو له دغه هېواد سره د ټاپي پروژې اړوند ځینې ستونزې حل کړي او دا پروژه ژر پیل شي.
ترکمنستاني رسنیو راپور ورکړی چې دولتي پلاوی به یې له پاکستاني لوري سره د دې پروژې اړوند کارونو د پرمختګ لپاره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.
ترکمنستاني چارواکي وايي، پاکستان سره به د لاسلیکېدونکي تړون له مخې د ټاپي لمیټیډ په نوم شرکت د پاکستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې چارې مخته وړي.
ترکمنستان خپل دولتي پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته استولی چې اسلام اباد په دې وروستیو کې پرله پسې له دغې پروژې څخه د وتلو ګواښونه کړي دي.
پاکستان وایي، حاضر نه دی چې خپل اته ملیارده ډالر په خطر کې واچوي تر څو دا نل لیکه د افغانسستان له خاورې ورتېره شي.
همدا راز پاکستان وړاندیز کړی که ترکمنستان خامخا ګاز پرې پلورل غواړي نو د ګازو په بیه دې غور وکړي، له همدې کبله اوس یو ترکمنستانی حکومتي پلاوی پاکستان ته تللی تر څو له دغه هېواد سره ستونزې حل کړي.
بلخوا د افغانستان د کانونو وزارت ویاند سیحون کامګار وايي، په افغانستان کې د ټاپي نللیکې کارونه له خپل مهالویش سره سم روان دي او له هیڅ ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دا نللیکه د ۸۱۶ کېلو مترو په واټن د افغانستان له هرات، فراه، نیموز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي، خو ویل کېږي چې ځینو سیمو کې د ټاپي پروژې اړوند کارونه له امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د قرداد له مخې به د ټاپي د دیرش کلن قرارداد له مخې افغانستان په لسو کلونو کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعبه ګاز له ترکمنستانه اخلي او د ټرانزیټ د حق په توګه ترکمنستان ورته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکوي.