تاند- (سې شنبه، د میزان ۲۳) هندي رسنۍ وايي، دغه هیواد د سې شنبې په ورځ (اکتوبر۱۵) دوې نورې ایم آی ۲۴ هیلي کوپترونه د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړل.
په کابل کې د هند سفیر وینای کومار نن په کابل کې په یو لړ مراسمو کې دا دوې (Mi-24V) څرخکې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد ته وسپارلې.
ښاغلي کومار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا ۲ څرخکې د هغو څلورو په ځای وسپارل شوې چې هند په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې افغانستان ته ورکړې وې.
د هند سفیر وینای کومار وايي، د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تروریزم پر ضد د ګډ دښمن په وړاندې په هلوځلو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ده همداراز وویل«هند په افغانستان کې د سولې او نظم ملاتړ کوي او د ښې راتلونکې لپاره له ټولو افغانانو سره مرسته کوي.»
د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد له هند څخه د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او ویې ویل چې افغان هوايي ځواک به له دغو څرخکو څخه په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره کار واخلي او د دښمنانو د خطرونو مخه به پرې ونیسي.