تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د لغمان ولایتي چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ نن سهار موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی تاند ته وايي، پېښه نن شهار شپږ نیمې بجې د الیشنګ ولسوالۍ په امنیتي قراول شوې او ځانمرګي خپل مازدا موټر بم د ولسوالۍ په دروازه کې چوولی دی.
نوموړی وایي، په پېښه کې د ولسوالۍ دوه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي، خو د ولسوالۍ سره په خوا کې د یوې مدرسې د کړکیو ښيښې هم پر زده کوونکو ماتې شوي چې له کبله یې ۲۰ کسان ټپیان دي: (( د دغو ماشومانو روغتیايي وضعیت ډېر خراب نه دی، څه یې لا په روغتون کې دي، څه مو بیرته رخصت کړل.))
تر اوسه چا د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په لغمان کې د طالب وسله والو لخوا اکثره داسې بریدونه رامنځته کېږي.