تاند، چهار شنبه، د میزان پوهنې وزارت وایي، جاپان او د یونسکو ادارې په افغانستان کې د سواد زد کړې پروګرام سره د مرستې په خاطر خپلمنځي د ۷ اعشاریه ۲ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړ.
د پوهنې وزارت وايي، دا تړون د پوهنې د سرپرست وزیر میرویس بلخي، د سواد زده کړو معین سردارمحمد رحیمي،په حضور کې د جاپان سفارت شارژدافیر تکاشي یوشیاکي او افغانستان لپاره د یونیسکو سازمان د مشرې پټریشیا مک فلیپیس لخوا لاسلیک شو.
پوهنې وزارت وايي، په دې پيسو به چې د جاپان لخوا ورکول شوی، یونیسکو سازمان په افغانستان کې د لویانو لپاره د سواد زده کړې ۷۰ ښوونځي جوړوي چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې به دوام وکړي.
بلخوا یونیسکو وايي، په دې پروګرام کې به ورسره ۵۰ سلنه مېرمنو ته سواد ورزده کړي.
د جاپان سفارت شارژدافیر بیا وویل، دوی به د لویانو لپاره د غیر رسمي زده کړو دا پروګرام له ۱۵ کلونو څخه تر ۲۴ کلونو پورې افغانانو ته پلی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت په تېره سنبلې میاشت کې ویلي وو په افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسان بېسواده دي.