تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون کې یوې مور خپل ۴ فالج وهلې ماشومه پرې ایښی او په خپله مخه تللې ده.
ډاکټران وايي، دا نجلۍ موسکا نومېږي او دوه ورځې کېږي چې کورنۍ یې د ناروغۍ په بستر همداسې پرې ایښې او ترې تللې ده.
د اندراګاندي روغتون مدیر علي پناه وايي، د دغې ماشومې مورې د سودا اخیستلو په بهانه له روغتون څخه وتلې او بیا رانغله چې اوس یې پالنه د نرسانو پر غاړه ده: (( دا ډول پېښې د کورنیود تنګدستۍ له کبله کېږي، چې هغوی د خپلوماشومانو د تداوۍ پيسې ونه لري.))
د اندراګاندي یا صحت طفل روغتون د تدارکاتو مدیر نجیب عزیزي بیا وايي، دا لومړی ځل نه دی بلکې درې واره مخکې هم داسې شوي دي چې یوې کورنۍ خپل ماشوم ورته د ناروغۍ په بستر پرې ایښی او دوی تللي دي: (( موږ د پاتې شویو ماشومانو درملنه کړې ده او بیا مو خپلې کورنۍ ته هم سپارلي دي، خو ددغې ماشومې مور لا نه ده راګرځېدلې.))
نوموړی وايي، دا ماشومه فلج شوې وه، ځکه یې کورنۍ په روغتون کې خوشې کړې ده.