تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: په هرات کې د موبایل پلورنې نږدې ۱۰۰ هټیوالو د یو لاریون په ترڅ کې ادعا کړې چې د ۱۰۰ زره ډالرو موبایلونه ترې غلا شوي دي.
دوی چې د امنیه قومندانۍ مخې ته په اعتراض راټول شوي وو، وايي امنیه قومنداني یې پر وړاندې بې غوره ده او دوی له همدې کبله خپل دوکانونه هم تړلي دي.
په هرات کې د موبایل پلورونکو د ټولنې مشر میرمحمد کلالي وايي، تېرو ۱۵ ورځو کې غلو د دوی له دوکانونو څخه د سل زره ډالرو موبایلونه تښتولي دي.
نوموړی وايي، ناڅرګنده موټرسایکل سپرو وسله والو تېره شپه هم د ګلانو چوک پر دریو هټیو حمله کړې ده او قیمتي موبایلونه یې ترې تښتولي دي.
بلخوا د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دوی معترضانو ته ژمنه ورکړه چې د وسله والو غلاو عاملین به نیسي اود قانون منګولو ته به یې سپاري.