تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا مفتش یا د سیګار مشر جان ساپکو وايي، نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۲۰۱۹ کال تر اپریله پورې د افغانستان د بیارغونې صندوق سره ۱۱ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
سیګار د نړیوال بانک له قوله په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان ته دا پيسې ۳۴ مرستندویانو ورکړي چې په سر کې یې امریکا ده.
د سیګار د راپور له مخې په تېرو ۱۷ کلونو کې امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره ۷ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالر، جاپان ۳ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالر، بریټانیا ۲ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر، المان ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالر او اروپايي ټولنې ۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.
د افغانستان د بیا رغونې صندوق په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو، تر څو افغانستان خپل مالي مصارف ترې ترې د حکومتولۍ او پراختیا په برخه کې تمویل کړي.