تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د ملي امنیت لوی ریاست وايي، تخار ولایت کې یې د طالبانو د نظامي کمېسیون د چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسوول محمد الله زید له یو بل ملګري سره وژلی او د دغه قومندان ۹ نور ملګري یې ژوندي نیولي دي.
ملي امنیت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو پر دغه نظامي مسوول یې د تالقان ښار اړوند کنجک سرای سنګ کلي کې ځانګړي عملیات کړي دي.
ملي امنیت وايي، محمد الله مشهور په قومندان زید په تخار کې د ګڼو قومي مشرانو د ترور او وژنې مسوولیت پر غاړه درلود.
ملي امنیت وايي، په دغو عملیاتو کې یې د طالبانو نهه نور کسان هم ژوندي نیولي دی.