تاند، پنجشنبه، د میزان ۵مه: د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې راغلي چې د افغانستان په وحشیانه جګړه کې ملکي تلفات تر ټولو زیاتې اندازې ته رسېدلي او یوازې په تېره جولای میاشت کې د بل هر وخت په پرتله زیات ملکیان قرباني شوي دي.
دغه راپور چې نن پنجشنبه خپور شو وایي، سږ کال د امریکايي ځواکونو او حکومت په پرتله وسله والو مخالفانو د تر ټولو زیاتو تلفاتو پړه پر غاړه اخیستې ده.
د یوناما په تازه راپور کې راغلي چې د سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپيان شوي دي او ۶۲ سلنه پړه یې د وسله والو مخالفانو پر غاړه ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی تدامیچي یاماموتو وايي، تر ټولو زیات تلفات له جولای میاشتې راهیسې تر سپټمبره پورې اوښتي دي، خو هیڅ یو لوري په خپلو عملیاتو او بریدونو کې د ملکیانو د خوندیتوب په تړاو پام نه دی کړی.
یوناما په داسې حال د ملکي تلفاتو د زیاتوالي راپور ورکړی تېره ورځ په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز وویل، واشنګټن د سولې د خبرو اترو په تړاو په نویو اقداماتو باندې کار پیل کړی دی.