میرسلام مجاور
په سیاسي لحاظ افغانستان په منطقه کې تر ټولو کړکېچن هېواد و/ دی. طبیعي خبره ده چې په شور و شغب کې رالوی شوي نسلونه د نړۍ په هر ناورین کې ځان شریک بولي.
په نن سبا کې د کردانو او ترکانو کړکیچ په رسنیو کې د بحث توده مسئله ګرځېدلې، دې شخړې زموږ د ټولنیزو رسنیو فعالان هم دوه پړکه کړي.
اردوغان ته زموږ په هېواد کې د اسلامي نړۍ د هیرو په سترګه کتل کیږي او د اسلامي خلافت احیا کولو مسیحا یې بولي او ترکان راته یو مهذبه قوم را سیروم شوی.
د ۲۰۱۴ لسم میلادي کال راروسته چې کله د ترکیې د لارې غرب ته د افغانانو مهاجرتونه پیل شول؛ نو د ترکیې په هرځای کې نیول شوي او ډبول شوي افغان به د خپلو وهلو او ډبولو پړه د کردانو په اوږو وراچوله؛ نو ماته به دا سوالونه رامخ ته شول.
- ولې د ترکیې په هره څنډه کې افغانان د کردانو لخوا ډبول کیږي؟
- د ترکیې امنیتي او څارګرې ادارې د سرحدونو په ساتلو کې ولې دومره پاتې راغلي؟
- په رښتیا هم کردان د نړۍ په کچه بې رحمه او وحشي قام دی؟
- او که د ترکیې،ایران،عراق او شام د مطبوعاتو زور دی چې یو مظلوم، محکوم او ویشل شوی ملت یې په نړیواله کچه بې بندو باره او نامهذبه معرفي کړی.
کله چې انګریز په لوی هندوستان خېټه واچوله اوپه افغانستان کې د مقاومت سره مخ شول، په لویدیځو رسنیو کې د افغانانو تصویر همداسې و لکه نننئ میډیا چې کردان یو جګړه مار او وحشي قوم را پېژني.
له کندهاره خپرېدونکې هوسۍ مجلې یو ژورنالست د علامه رشاد نه پوښتنه کړېوه چې استاده! د پلاوي کلمه موږ د هیئت په ځای کاروو دا د پښتو کلمه ده او کنه ؟ رشاد صیب ورته ویلي و:((اویا کاله کیږي چې پښتو ژبه کې مطالعه کوم زه پدې لا نه یم پوه سوی چې (پلاوی) پښتو کلمه ده او کنه؟ )) خو ګوهرالرحمن ګوهر راباندې د بي بي سي په زور ومنله اوس یې زه هم په لیکنو کې کاروم.
دا کیسه دې پورې رایاده شوه چې د ژوند په ډېرو چارو کې د تبلیغاتو رول مهم دی خو د جنګ او جګړې د مورچلونو تاوده ساتلو او ګټلو بنیادي وسله او وسیله ده .
د نړۍ عظیم قوتونه د توپ او جاز په زور ملتونه نشي ایل کولی خو د مطبوعاتو په اغیزمنه او پسته ژبه د استعمار زندۍ ور اچولی شي.
په سیمه او نړیواله کچه د کردانو،بلوچانو او پښتنو خلاف پرو پاګند او خراب تصویر خپرول تصادفي خبره نده؛بلکې د زورورو قدرتونو هغه وسله ده چې د ازادي غوښتوونکو قومونو او حرکتونو د ایل کولو او ځپلو په خاطر استعمالوي.
په هر قوم او ملت کې ښه او بد شته.
کردان زړور ، خپلواکي غوښتونکي ، زیار ګالونکي او اجتماعي خلک دي .
کله چې عثماني امپراتورۍ ړنګه شوه او د 1916 زېږدیز کال د سایکس – پیکو Sykes–Picot Agreement) موافقتنامي پر اساس د دې عمر خوړلې امپراتورۍ پرځای یې واړه مصنوعي هېوادونه د عراق ،سوریې ، کویت ، لبنان او فلسطین پر نامه جوړ کړل ، د کردانو ستونزو ته یې قصدا پام ونکړ . دوی یې د ایران ، ترکې ، عراق اوسوریې ترمنځ ووېشل چې د دوي دا ناروا پرېکړه د میلیونونو انسانانو د بې سرنوشتي او لالهاندي لامل وګرځېد.