۱۳۹۸/۷/۲۵
د ننګرهار والي په هڅو په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو پر وړاندې ولسي خنډونه حل او شرکت ته یې د عملي چارو د پیل کېدو لارښوونه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هڅو د دې ولایت د روداتو او کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو پر وړاندې ولسي خنډونه حل او د احاطې قراردادي شرکت ته یې د عملي چارو د پیل کېدو لارښوونه وکړه .
ښاغلي میاخېل چې د تلې په ۲۵مه یې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو سیمې ته سفر کړی وو،د احاطې جوړولو له پیل شویو چارو او سیمې څخه یې تر لیدنې وروسته له هغه کورنیو سره ناسته وکړه چې د احاطې په مربوطاتو کې یې کورونه راځي او یا یې هم د چهاردیوالیو ځینې برخې نړيږي .
نوموړي په سیاسي او ټولنیز لحاظ په دې ولایت کې په هر ډول شرایطو کې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو یادونه وکړه او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې قراردادي شرکت ته اجازه ورکړي،ترڅو خپلې نیمګړې چاري پیل کړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ښارګوټو په منظوریدو سره به د دوی لیست له وړاندې ترتیب کړي او په یاده سیمه کې به د دوی د کورونو په بدل کې ورته د نمرو په ورکړه کې لومړیتوب ورکړي.
د سیمې خلکو د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل څخه مننه وکړه چې د یوې ملي پروژې د چارو پر وړاندې د خنډونو د حل کولو په موخه یې د دوی سیمې ته سفر وکړ او په کلیوالي څپره کې یې د ناستې پر مهال ورسره ستونزه بحث کړه .
دوی د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په قدردانۍ به یې د خپلو کورونو د قلعه ګانو دیوالونه ونړوي او په کې به د اسلامي نړیوال پوهنتون د احاطې جوړولو چارو ته اجازه ورکړي .
د یاد سفر پر مهال په ختیځ کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن،د رورداتو او کوټ ولسوالانو،د اراضۍ او ښار جوړونې ادارو او یو شمیر نورو مسؤلینو هم د ننګرهار والي ملتیا کوله .
ټاکل شوې ډیر ژر د شرکت له لورې د احاطې د پاتې برخې د جوړولو عملي چارې پیل شي .
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مقام کې د ۲۲ ولسواليو سکتوري خدمتونو مديرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
ننګرهار ولايت مقام سکتوري خدمتونو رياست اړوند بيا رغونې کارپوه صميم کريمزي او د ولسواليو کارپوه حمد الله خطاب د دې ولايت د ۲۲ ولسواليو سکتوري مديرانو سره د همغږۍ مياشتنۍ ناسته وکړه.
د دې ناستې په ترڅ کې د ۲۲ ولسواليو د سکتوري خدمتونو مديرانو د يوې مياشتې تر سره کړيو کړنو راپور وړاندې کړ، چې د چارو په سمون کې ورته سپارښتنې وشوې.
د ولايت د بیا رغونې کارپوه صميم کريمزي د سکتوري خدمتونو مديرانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې د بيا رغونې پروژو په تطبیق کې همکاري او د روانو چارو څخه دوامداره څارنه وکړي.
همدا راز په دې ناسته کې په ولسواليو کې د متوازن انکشاف او پرمختيا په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.
۲۵/۷/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې ۱۶۰ کورنيو سره د نږدې درې ميليونه افغانیو نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د PUAMI مرستندویه ادارې له لوري ۱۶۰ بې ځايه شویو کورنيو سره د دوه ميليونه اته سوه اتيا زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې هرې کورنۍ ته اتلس – اتلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
ولسوال د PUAMI ادارې له مسئولینو مننه او د نورو مرستو په دوام يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
۲۵/۷/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې پولیسو له هټيو د موټرونو غير قانوني وسایل راټول کړل
د ننګرهار امنې قومندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په جلال اباد ښار کې له هټيو د موټرونو غیر قانوني وسایل راټول کړل.
په نیول شویو وسایلو کې د تورو ښیښو فلم،د دولتي موټرو هارنډونه،جعلي پلیټونه،اوږده انتنونه،لیزري ګروپونه،د امبولانسونو اشاري او دی ته ورته نور غیر قانوني وسایل شامل دي.
د ننګرهار امنې قومندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر کمیسار حامد ستانکزي هټیوالو ته سپارښتنه وکړ، چې له دغو وسایلو د اخیستلو او خرڅولو ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند تر سره شي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې پر داخلي بې ځايه شويو کورنيو روغتيايي کيټونه وویشل شول
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې له لوري پر شل بېوزله کورنيو روغتيايي کيټونه وويشل شول.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د ډاکار موسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې بېوزله کورنيو سره يې د روغتيايي کيټونو مرسته وکړه.
نوموړي همدا راز د يادې موسسې له مسئولينو غوښتنه وکړه، ترڅو په دې ولسوالۍ کې بې ځایه شويو کورنيو سره هم مرستې وکړي، چې ډاکار موسسې مسئولينو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مستوفي مسئولينو ته د عوايدو په شفاف ډول راټولولو او ماليې ورکوونکو ته د سهولتونو په رامنځته کېدو کې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار ولايت مستوفي ګل افضل نادري د خپلې ادارې مامورینو سره به ناسته کې سپارښتنه وکړه، ترڅو د عوايدو په شفاف ډول راټولولو او ماليې ورکوونکو ته د سهولتونو په رامنځته کېدو کې لازمې هڅې تر سره کړي.
د ننګرهار مستوفي ګل افضل نادري د عوایدو آمریت او د غیر مالیاتي عوایدو څانګې ته لارښوونې وکړې، چې د ورکړل شوي پلان سره سم دې عواید په شفافه توګه راټول کړي، همدارنګه یې یادونه وکړه چې مالیاتو ورکوونکو ته دې په چارو کې تسهیلات او اسانتیاوې رامنځته کړي، چې د عوایدو راټولولو پروسه د شفافیت سربېره لاپسې چټکه شي.
همدا راز یې لارښوونه وکړه، چې هغه نهادونه چې مالیاتي حسابونه یې تصفیه کړي ندي او په دې برخه کې د قانون له تنفیذ څخه تېښته کوي، د قانون سره سم یې د جواز فعالیتونه ودرول شي.
د ننګرهار مستوفي خوښي څرګنده کړه چې تر اوسه د مالیاتو راټولولو چارې د پلان سره سمې روانې دي او کارمندان یې وهڅول، چې د عوایدو په راکړل شوي هدف لاسته راوړلو کې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کامې ولسوالۍ د زاخېلو د سیمې ۸۰ کوچنیو مالدارانو سره د لبني بستو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اقليمي تغيراتو له کبله د رامنځته کېدنکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د کامې ولسوالۍ په زاخيلو سيمه کې د ۸۰ تنو کوچنیو مالدارانو سره د لبني بستو او شیدو ټولونې د وسایلو مرسته وشوه .
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت وایې دغه مرسته چه ټول لګښت يې شا او خوا يو ميليون او سل زره افغانۍ دى او موخه یې د کورنیو خودکفا کېدل او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
نوموړی زیاتوي د زاخیلو په سیمه کې شیدو ټولونې یو مرکز تجهیز او ګټې ته سپارلی چې په لړ کې یې دغه مرسته هم ترسره شوه.
انجینر سمیع الله نصرت وایې، چې د ياد مرکز له فعالیدو او د دغه وسایلو له مرستو یې موخه د کوچنيو مالدارانو لپاره د شيدو د خرڅلاو زمينه برابرول او له دې لارې د هغوی مالدارۍ ته پراختیا ورکول دي.
ياده دې وي چه د کامې ولسوالۍ په زاخیلو قریه کې د شیدو ټولنې مرکز لپاره د زاخيلو شورا د غړیو له لوري تعمير ځانګړی شوى دى، چې د وسایلو مرسته او د مالدارانو روزنه یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د CDRRP پروژې له لوري ترسره شوه چې د شيدو د راټولولو، ذخيره کولو او انتقال چارې پکې پر مخ وړل کيږي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار امنې قوماندانۍ منسوبينو په لعلپورې او شينوارو ولسوالۍ کې د نظامي مخابروي سیستم څارنه وکړه.
ننګرهار امنې قوماندانۍ د مخابري او کمپيوټر مديريت منسوبین د مشترک پلان پر اساس تیره ورځ دلعلپوری او شینوارو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په ترڅ کې ولیدل شول چې د دواړه ولسوالیو مخابروي پرسونل درست او په مسلکي ډول سره کار کوي هیڅ ډول کومه ستونزه په مخکې نلري اوله پرمختللي وسایلو برخمن دي.
د مخابری او کمپیوټر مدیر فرهاد شیرزاد وایی چې په نوبتوار سره به د ټولو ولسوالیو مخابروي پرسونل څخه لیدنه وشي او هغه ستونزې چې کومې ولسوالۍ ولري ډېر ژر د اجراتو کولو سره به د هغې ولسوالۍ مشکلات حل او له منځه وړو.
د یادی لیدني په ورستیو کې د مخابروي پرسونل د لا ښه او چټک کار ترسره کولو په موخه وړانديزونه او ستونزي واوریدل شوې.
۲۵/۷/۱۳۹۸
مومندره کې دولس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د سرحدي ځواکونو او وسله والو طالبانو په مخامخ جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او او نهه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د معلوماتو له مخې سرحدي ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو سره جګړه کړې، چې له امله يې درې طالب وسله وال وژل شوي او نهه ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې د يادې جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو پاتې ملګري په شا تمبول شوي او سرحدي ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.
۲۵/۷/۱۳۹۸
دننګرهار استيناف محکمې رئیس په مشرۍ د جزاء برخې څارنوالانو او قضاتو ترمنځ دچارو همغږۍ په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.
د غونډې پرمهال د ننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده وويل، چې په ناسته کې د جزايي برخې په خاصو موضوعاتو ځانګړی بحث وشو .
نوموړي دغه ډول ناستې دچارو سمون ، چټکتيا او ښه والي کې ګټورې وبللې او ټېنګار يې وکړ ، چې په راتلوونکي کې به هم ورته ناستې ولري.
په غونډه کې په استيناف څارنوالي کې د قضاياو خلا او نواقصو ته په خپل وخت په رسيدګۍ ، بې مورده د دوسيو استولو راستولو ، د دوسيو د تسليمۍ د مودې اوږدوالي مخنيوي او د دواړو ادارو ترمنځ په يو شمېر نورو ستونزو هم خبرې وشوې او په حل کې يې لازم تصميونه ونيول شول.
ديادونې ده، چې دننګرهار استيناف محکمې او څارنوالۍ مسئولين وخت پروخت د ستونزو حل، په چارو کې شفافيت، چټکتيآ او همغږۍ په موخه ناستې کوي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
د ختيځ زون مسئولينو د ښځو اړوند قضيو ته د لاسرسی او حل په موخه د همغږۍ ناسته وکړه
ننګرهار ولايت ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز په مشرۍ په دې ولايت کې د شاهد او متضرر په نوم د ښځو قضاياو ته د لاسرسي او حل په موخه مياشتنۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ختيځ زون ښځو چارو، عدلې، امنې قوماندانۍ، څارنوالۍ، مدافع وکيلانو، حقوقو مديرانو، د ښځو ملاتړ مرکز مسئولينو او نورو ګډن کړی و.
په ياده ناسته کې د ختيځ زون په کچه د مېرمنو قضاياو ته د لاسرسي او د دوی ستونزو په حل کې خبرې اترې، بحثونه او پريکړې تر سره شوې.