تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د اسټرالیا په برسبن ښار کې مېشت ۳۲ کلن افغان ډاکټر له ۲۲ پوړیز هوټل څخه ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، د سید میرویس روحاني په نوم دغه کس د تشویش په ناروغۍ اخته و او له چین څخه یې په طب کې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی و.
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلی روحاني په ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته ورغلی او له هغې وړاندې یې ۴ کاله د مانوس ټاپو د کډوالو په یو پنډغالي کې تېر کړي وو.
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، دا د مانوس له ټاپو څخه اسټرالیا ته ورغلی اتم کډوال دی چې ځان وژنه کوي.