تاند- (جمعه، د میزان ۲۶) د پیسو سپینولو د څار مالي ډلې (FATE) پاکستان ته ۴ میاشتې نور وخت ورکړ چې له پیسو سپینولو او د تروریزم له تمویل سره خپله مبارزه ثابته کړي.
د دې ډلې رييس شین مین لو نن په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل، که پاکستان د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې خپلې مبارزې ته په ثابت ډول دوام ورنه کړي، په تور لیست کې به شامل شي.
پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حاضردمه یوازې ایران او شمالي کوریا د دې څارونکې ادارې په تور لیست کې شامل دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ادارې د تروریزم د مالي ملاتړ په مخنیوي کې د پاکستان په پاتې راتلو سخته اندېښنه ښکاره کړې ده.
دې ادارې ویلي چې پاکستان له ۲۷ موردونو څخه، چې په تور لیست کې د یوه هیواد د نه شاملېدو لپاره پکار دي، یوازې ۵ عملي کړي دي.
پاکستان له ۲۰۱۸ م کال راهیسې په خړ لیست کې شامل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سږ کال په اپریل میاشت کې خبریالانو ته وویل، له کله چې پاکستان د تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په خړ لیست کې شامل شوی، هر کال یې ۱۰ ملیارد ډالره تاوان کړی دی.
له پاکستان څخه د (FATF) لومړۍ غوښتنه دا ده چې په هر ډول چې کېږي د تروریستي ډلو ملاتړ بس کړي.
پر دې سربېره پاکستاني چارواکي باید د اقتصادي فساد او پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي.
له پاکستان څخه بهر هیوادونو ته د پیسو غیرقانوني انتقال بله مسله ده چې FATF یې په وړاندې جدي اندېښنه ښکاره کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې مخه یې ونیسي.
د تروریستي ډلو او د هغو د مالي ملاتړکوونکو پر ضد اقدام او یا تعقیب بله غوښتنه ده چې FATF له پاکستانه کړې او ورته ویلي یې دي چې د خپلو اقداماتو راپور ورته وړاندې کړي.
پر دې سربېره د پاکستان حکومت باید د هغو ټولو ډلو پرضد اقدام وکړي او بایکاټ یې کړي چې ملګروملتو تروریستي ډلې نومولي دي.
دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان په دې خاطر په دې لیست کې شامل کړی چې د دوی په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني نه دي وچې کړي.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.