تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د کابل یو شمېر فعالانو، ځوانانو او دیني عالمانو په یو اعتراضیه لاریون کې له سیاستوالو غوښتي چې خپلمنځي اختلافات او ناندرۍ دې بس کړي او د سولې په تړاو دې یوې اجماع ته د رسیدو لار خلاصه کړي.

د دې اعتراض ګډونوال فعالان وایي، سوله هغه وخت ممکنه ده چې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي.

دوی همداراز ټینګار کوي چې د بهرنیانو د وتلو لپاره دې یو مهالوېش اعلان شي څو د طالبانو بهانه ختمه شي.

دا فعالان له ټولو هېوادوالو او سیاستوالو غواړي چې د سولې د تامین لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *