تاند، یکشنبه، د میزان ۲۹مه: ولسمشر غني نن د ننګرهار د هسکې مېنې په جومات کې د چاودنې د پېښې له قرباني کورنیو سره ویني.

د ارګ سرچینو تاند ته وویل، ولسمشر تر ځان وړاندې خپل ساتونکي د ننګرهار هسکې مېنې ته استولي او څو شیبو کې به پخپله هم ننګرهار ته ورسېږي او له شینوارو مشرانو سره به د خواخوږۍ تر څنګ دغه ولس ته خپلې ژمنې تازه کړي.

هسکه مېنه کې د جمعې په ورځ پر لمونځ کوونکو د داعش ډلې چاودنې نږدې ۷۰ ملکیان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر په داسې حال کې شینوارو ته روان دی چې تېر کال یې  د شینوارو په لویه ولسوالۍ غني خېلو کې اعلان وکړ چې داعش ډله یې په ختیځ کې په بشپړ ډول ماته کړې ده.

خو د هسکې مېنې د جودرې د جومات د پېښې قربانيان کلیوال وايي، داعش پر دوی اوبه بندې کړې وې او چاودنه یې هم په کې ځکه کړې ده چې دوی د نظام ملاتړ کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *