happy man with hands up on sunset background; Shutterstock ID 100173191; PO: aol; Job: production; Client: drone

تاند، بریټانیايي څېړونكو روښانه كړې ده چې د لمر وړانګې كولى شي په ډېره اسانۍ د انساني وينې لوړ فشار كنټرول كړي.

دوى وايي، تر يوې اوږدې څېړنې وروسته دې نتيجې ته رسېدلي چې څوك د لمر وړانګو ته ډېر وخت كېني، نو د وينې فشار يې كنټرول او د زړه د حملې خطر يې هم كمېږي.

څېړونكي، هغو ناروغانو ته چې د زړه په ناروغۍ او د وينې په فشار اخته دي، توصيه كوي په ورځ كې يو ځل خامخا تر څو شيبو پورې د لمر وړانګو ته كېني، ځكه د لمر وړانګې كولى شي په لږ حرارت د انسان تر پوستكي لاندې شحميات وسوځي او د وينې غوړ راكم كړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *