تاند، یکشنبه، د میزان ۲۸مه: ولسمشر غني د کمېسیون لخوا د ټاکنو د ابتدايي پایلو ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي چې د شفافیت د رعایتولو په خاطر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرېکړې ته درناوی کوي.
تېره شپه د ټاکنو کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ اعلان وکړ چې د پایلو د لا روڼتیا په خاطر د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډول شوی دی.
که څه هم هغې ونه ویل چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به دقیقاً کله اعلان کړي خو په کمیسیون کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې راتلونکې اوونۍ به ابتدايي پایلې اعلان شي.
ولسمشر غني په یوه ټویټ کې د دې پرېکړې په اړه ویلي: «افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته لېواله دي، خو موږ د پایلو روڼتیا، په ټاکنو کې د عدالت رعایت او د خلکو د رایو په اړه د حساب ورکولو هرکلی او درناوی کوو.»
اجرائیه ریاست لا د پایلو د ځنډېدو په اعلان څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت ویلي و، تر ژر اعلان څخه به دا غوره وي چې رڼې او په دقیق ډول ناوخته پایلې اعلان شي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو تېره ورځ کمېسیون په دې اړه له ملت څخه بخښنه وغوښته.