دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د هېواد د استقلال په تړاو ډېری یاد غونډو او پروګرامونو کې به د شفاهي او کتبي ویناوو په لړکې مهم سیاسي، حقوقي او اداري مفاهیم او اصطلاحات له توپیر او تفکیک پرته استعمالېدل؛ د یادو مفاهیمو او اصطلاحاتو د ناسمې کارونې له امله به د ( ۱۹۱۹ ) م. کال ستر او مثبت بدلون په تحریف شوې بڼه تر تعریف، ستاینې او بحث لاندې ؤ، دغې ستونزې، له نورو ګڼو ستونزو او تشو سره یو ځای د هېواد د تعلیمي نصاب کتابونوته هم لاره موندلې ده، په لاندې کرښو کې د بېلګې په توګه د يادو ستونزو يادونه کوم:

ـ تل د پاچا امان الله له نوم سره د اعلیحضرت او خان کلمې، پاچا ته د احترام په دود استعمالېږي.
ـ ځیني تر استقلال وړاندې، افغانستان یو مستعمره هېواد ګڼي او
ـ د استقلال او آزادي مفاهیم او اصطلاحات په مترادف ډول کارول کېږي

ځکه مې د هېوا د د استقلال د ( ۱۰۰ ) مې کلیزې په ویاړ، یوې جوړې شوې غونډې ته، د ځینو اړونده مهمو مفاهیمو او اصطلاحاتو ( استعمار، استقلال، آزادي او …. ) سپړنه د خپلې وینا چورلیز(محور) و ټاکه؛ تر څو له یوې خوا د یادو مفاهیمو او اصطلاحاتو کره معنا او مفهوم روښانه او له بلې خوا تر استقلال وړاندې د هېواد سیاسي او حقوقي انځور په واقعي بڼه وړاندې کړم.

اوس مې د ملګرو په غوښتنه د خپلې شفاهي وینا ځیني محوري او کلیدي ټکي د درنو لوستونکو مطالعې ته، د قلم په څوکه په لاندې پرلپسې او لنډ ډول کانالیزه او ترتیب کړل:

لومړی ـ د پاچا امان الله له نوم سره، د اعلیحضرت او خان د کلیمو یادونه یو ناسم دود دی ، ځکه د مېتودولوژي له لحاظه، د اعلیحضرت اصطلاح یواځې د هغه چا لپاره کارول کېږي، چې ژوندی او دواک په رأس کې وي، پاچا نه ژوندی او نه واکمن دی.

ـ پاچا ملي سړی و، پاچا هي یې پر خاني غالبه وه، ځکه یې له نوم سره د خان د محلي کلمې یادونه ناسم عادت دی.
دویم ـ افغانستان تر استقلال وړاندې د انګرېزانو مستعمره نه ، بلکې يو تحت الحمايه هېواد و. پروفيسور (دباش) د يوه پرمختللي او ځواکمن هېواد، نا برابر ارتباطي سيستم له يوه بې ځواکه او وروسته پاته هېواد سره د استعمار په معنا ګڼي، د يادونې ده چې استعمار په نوې بڼه ( Noe _ Colonialisme ) چې په (۱۹۵۵) مېلادي کال کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو په کنفرانس کې د اندونيزيا هېواد د پخواني ولسمشر (احمد سوکارنو) له خوا يې يادونه وشوه ، له دې تعريف څخه مستثنی دی.

استعمارګر هېواد له يوې خوا د مستعمره هېواد له انساني، مالي او فزيکي سرچينو څخه په کمه بیه ګټنه کوي له بلې خوا د خپلو سوداګريزو توکو د پلور لپاره مستعمره هېواد د بازار په توګه کاروي، دباش د دوو هېوادونو تر منځ دغه ډول ارتباطي سيستم ته استعماري رابطه وايي.

افغانستان د بريتانوي هند د سوداګريزو او صنعتي کمپنيو د توليداتو د پلور،او نه د يادو کمپنيو لپاره د خامو موادو د پېر بازار و، د افغان واکمنانو کور واکي ( ازادي ) خوندي وه، افغان واکمنان يواځې له هغو هېوادونو سره، چې انګرېزانو به خپل سيالان ګڼل د هند د وایسرا موافقې ته اړ وو، او دا د افغانستان د پېيلتوب معنا افاده کوي.

درېيم ـ افغانانو د پاچا امان الله تر مشرۍ لاندې په ( ۱۹۱۹ ) مېلادي کال کې آزادي نه، بلکې استقلال تر لاسه کړ.
حاکميت د دولت څلورم متشکله عنصر دی ، دحاکمیت داخلي اړخ د آزادي او بهرنی اړخ یې د استقلال په نوم يادېږي .
افغانستان تر استقلال وړاندې آزادي (کور واکي) درلوده، يعني د حاکميت داخلي اړخ يې تأمين و. پاچا امان الله د هېواد د حاکيميت د بهرني اړخ د تامين په موخه افغانستان په نړيوالو اړيکو او مناسباتو کې د يو مستقل سياسي او حقوقي لوبغاړي په توګه اعلان او په دې ډول يې د هېواد بشپړ استقلال (ناپېيلتوب) خوندي کړ.

مأخذونه:

۱ـ تره کی، پوهاند ډاکتر محمد عثمان، افغانستان در آتش جنګ. چاپ کال، ۲۰۱۱م. چاپ ځای: دانش خپرندويه ټولنه.
۲ـ طلوعي، محمود، فرهنګ جامع سياسي. چاپ کال، ۱۳۹۰ل. چاپ ځای: تهران، گلرنگ يکتا.
۳ـ هاشمي، پوهاند ډاکتر محمد طاهر، حقوق اساسي و مؤسسات سياسي. چاپ کال، ۱۳۹۶ل. چاپ ځای: انتشارات يوسفزاده.
۴ـ صاحبزاده، ضياالله ، فرهنګ اصطلاحات سياسي و حقوقي. چاپ کال، ۱۳۹۴ل. چاپ ځای: مستقبل خپرندويه ټولنه.
۵ـ بشيريه، حسين، آموزش دانش سياسي. چاپ کال، ۱۳۸۴ل. چاپ ځای: تهران، مؤسسه نگاه معاصر.
۶ـ نوري، پوهنمل محمد داود، مبادي علم سياست. چاپ کال، ۱۳۹۷ل. د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي درسي چپټر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *