تاند، یکشنبه، د میزان ۲۸مه: د ولسمشرۍ نوماند وايي، په کمېسیون کې دننه او دباندې ځینو کړیو د ټاکنو د پایلو د اعلان مخه نیولې او دی په کې هیڅ ډول ځنډ نه مني.
ګلبدین حکمتیار نن غرمه په یو خبري کنفرانس کې وویل، هغوی چې د ټاکنو ژر تر ژره د پایلو اعلان نه مني، د مجاهدینو او خلکو د غبرګونو په تمه دې اوسي.
ښاغلی حکمتیار تور پورې کوي چې یو شمېر ټاکنیزې کړۍ له امکاناتو څخه په استفاده په ټاکنیزو پایلو کې د لا زیات تصرف پیدا کولو په خاطر د ټاکنو د پایلو د اعلان مخه نیسي.
نوموړي ګواښ کړی که رایو ته یې سپکاوی وشو، ارام به پاتې نه شي بلکې له خپله حقه به دفاع وکړي: (( زه له کمېسیون څخه د هر محل د رایو د جلاجلا اعلان غوښتنه کوم،تر څو د درغلۍ مخه ونیول شي.))
حکمتیار همداراز ویلي که ټاکنې دویم پړاو ته وځي نو باید چې یو مؤقت حکومت تشکیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کمېسیون مشرانو له ولس څخه پر وخت د ټاکنو د لومړنیو پایلو نه اعلانولو بخښنه وغوښته.
په همدې حال کې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز انتخاباتي ډلې تېره شپه په خصوصي ډول د میزان د شپږمې نېټې په انتخاباتو کې خپل بری ولمانځه او ویې پتېیله چې د بري د رسمي بري لپاره تیاري نیسي.
ټاکل شوې وه چې د مهالوېش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه د شنبې په ورځ اعلان شي.
افغانان او دافغانستان حکومت باید بیداره اوسی راکیت یار لکه چی راکیتونه بیا په ماشه کری دی