تاند، یکشنبه، د میزان ۲۸مه: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي اعلان کړی که د طالبانو اسلامي امارت او حکومت راشي، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.
رولانډ کوبیا نن یکشنبه په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، طالبان باید لومړی له افغان حکومت سره خبرو ته کېني بیا دې د طالبانو او امریکایانو مذاکرات پيل شي.
نوموړي خبرداری ورکړ که د طالبانو حکومت بیا په افغانستان کې راوګرځي، دوی به له دغه هیواد سره هیڅ ډول مرسته ونکړي: (( له سولې وروسته چې هر ډول حکومت رامنځته کېږي، نو باید د لویدیځو هېوادونو خوښه په کې شامله وي.))
ښاغلي رونالډ کوبیا همداراز تینګار کړی چې له امریکا سره دې د سولې په هوکړه کې اوربند هم ذکر شي، ځکه د ده په وینا د سولې هوکړه به د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره ښه فرصت وي: (( په سوله کې باید د افغان حکومت رول ته پام وشي، باید ډاډه شو چې هر څه د افغان حکومت په لاس کې دي.))
ښاغلي کوبیا پر افغانانو غږ وکړ چې داسې فکر دې نه کوي که سوله وشوه نړیوال به د افغانانو ملاتړ پرېږدي، بلکې نوموړي وویل، د همدې دولت او نظام په دوام لویدیځ له افغانانو سره ولاړ دی، خو که طالبان راغلل بیا به اروپا له افغانستان خپلې مرستې بندې کړي.