د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند- (یکشنبه، د میزان ۲۸) د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر مارک ایسپر نن ناببره کابل ته راغی چې له افغان چارواکو سره وویني.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ښاغلی ایسپر په کومو موضوعاتو له افغان چارواکو سره ږغېږي خو ویل کېږي چې ممکن د سولې پر راتلونکو خبرو له افغان مشرانو سره د نظرتبادله وکړي.

نوموړی تر دې وړاندې پرون په منځني ختیځ کې و.

ده پرون (شنبه) د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې، چې منځني ختیځ ته روانه وه؛ وویل، د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د ایستلو سرعت یې د ورځو خبره نه ده بلکې د اوونیو ده.

ده زیاته کړه، د عراق په ختیځ کې به امریکايي پوځیان دوه لوی هدفونه ولري چې یو د عراق له دفاع سره مرسته ده او دوهم د داعش پر ضد مبارزه ده.

ایسپر په الوتکه کې خبریالانو ته همدړاراز وویل، باور لري چې امریکا په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو شمېر کمولی او له شاوخوا ۱۴ زرو څخه یې ۸۶۰۰ ته رالږولی شي.

دا هغه شمېر دی چې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره پرې سلا کړې وه.

ایسپر په عین حال کې وویل، له افغانستانه به په هغه صورت کې امریکا خپل پوځیان وباسي چې له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي.

دا له کله چې ایسپر د امریکا دفاع وزیر ټاکل شوی دی، افغانستان ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *