حکمت الله هلال

په ورسته پاتې ټولنو کې هر څوک په حقه دي د هر چا خبره سمه ده چې څه یې ویل باید ویې منې کنه بیا یې په زور درباندې مني. دا خبره که له ناپوهۍ وی یوازې هغو کسانو به کولی چې زده کړې یې نه دي کړې خو داسې نه ده. 

که مو یاد وي کله چې په ۲۰۱۴ کې ټاکنې وشوې پایلې یې جنجالي شوې، تر څو چې جان کيري راتلو دلته د سره حرکت یادونه کیدله، هغه کسان چې دا خبرې یې کولې زده کړې کړې دي ځان د دې وطن زعیمان بولي. د ۲۰۱۹ په ټاکنو کې هم چې کله ټاکنې وشوې یوه ټیم، چې ډېرې رایې یې نه دي وړي، غره ته د تللو خبره یې کړې چې په بارو یې له خپل حق نه دفاع جهاد دی. 

اوس اصلي سوال دا دی: چې موږ ولې اوس هم په دې باور یو چې څوکۍ موقف او واګې هغه که د کورنۍ ،کلي ، ولسوالۍ او بلاخره د هېواد په سطحه وي په زور او حتمي تر لاسه کړو؟ 

کیداشي ځواب به یې دا وي موږ چې تېر تاریخ مطالعه کړي هلته هر څه همداسې په زور اخیستل شوي موږ پرته له دې چې هغه تحلیل کړو همغسې کوو کیدای شي دا به لږ تاثیر لري خو اصلي خبره دا ده چې د ټولنې خلکو دوی داسې کړي دي. 

یو کس چې پوه شي چې خلک مې ملاتړ کوي او شخصي ګتې مې هم خوندي کېږي نو خود به داسې خبرې کوی، دلته نو بیا خبره سواد او بې سوادۍ ته لاړه.  که خلک پوه وي ببا په دوی پسې نه ځي. ورته وایي چې که داسې وکړې موږ د ملاتړ نه کوو بیا به نه د زور خبره واورئ نه به یې وکړي. 

په دې ورستیو کې د خلکو پوهې ته هم کار شوی او لا هم کېږي خو یوازې په هغو سیمو کې چې هلته رسنیۍ فعالیت کوي او خلک لاسرسی ورته لري چې له بده مرغه د هېواد په زیاتره برخو کې جګړه روانه ده. جګړه د دې لامل شوې چې خلک له عامه پوهاوي بې برخې دي نه یوازې چې بې برخه دي بلکې د جګړې براخ تبلیغ چې منفي تبلیغ دي ورته کېږي.

دا پرتله موږ په ټولنیرو رسنیو یا سوشل مېډیا ښه کولی شو په هغو سیمو کې چې امکانات شته، نېټ ته لاسرسی لري نورې غږیزې ،تصویري او چاپي رسنیۍ فعالې دي؛ نظر هغو  سیمو ته چې دا اسنتیاوې نه لري د عامه پوهاوي کچه ډېره لوړه ده. 

افغان دولت، بهرنیو ملکونو او انجیوګانو په دې برخه کې زیاتې پیسې هم مصرف کړې او په بیلابېلو برخو کې یې ځینې برنامې هم تر سره کړې، خو زیاته کټه یې ونه کړه؛ ځکه د یو منظم پلان او طرحې له مخې یې لومړي د هغه سیمې اړتیاوې درک نه کړې چې په کومه برخه کې دا سیمه پوهاوي ته اړتیا لري او کومه برخه کې بله سیمه. دوی چې په ښار کې کومې برنامې په نظر کې نیولې وې هغه یې په کلیو او بانډو کې هم تطبیق کړې. 

پوهاوی دې ته زمینه سازي کوي چې خلک یو څه په اساني سره درک کولای شي موږ تر اوسه له مکتب او کلینک سره ستونزه لرو، تر اوسه د نجونو درس ویل کفر راته ښکاري؛ دا خو لرې خبره ده چې سیاسي شعور د ولرو. 

موږ (ځوان ) که غواړو چې د وطن اینده تضمین کړو نو په هر برخه کې چې کار کوو په همغه برخه کې له کورنۍ نه پیل کړو همداسې مخکې لاړ شو خلکو ته، د کورنۍ غړو ته  به همغه برخه کې پوهاوی ورکړو حد اقل دومره خو به مو کړي وی چې یو قدم به مو اخیستی وي.

که چېرته موږ عامه پوهاوی پیدا کوو او د وطن هره ستونزه د خپل ځان ستونزه بولو هم به دا خپل سري ختمه کړو او هم به یو ښه او غوره دولت او نظام ورلو او کنه همداسې به وژل کېږو؛ نه به په کور کې خوندي وی نه به مو جومات امن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *