هلته لرې د شینوارو د هسکې مینې د جودرې کلی د کټه- پورغره لمن کې، چې شاته یې تر سپینغر پورې نور غرونه هم جګ شوې په دوه موړو باندې خلک اوسي. ډېر ښکلی ځای دۍ. جنوب ته یې غر او نورو لورو ته یې په شنو پټیو دا ځمکه ښکلې ده، وبځښئ، ښکلې وه، چې به دا ښلا هم د غم ښکلا وي.
دا یو کلي دۍ، هغه زما د مور کلی دۍ.
مورې! دا ستا کلی وو، دا په تا ګران کلی وو، ورونه د تره زامن اوټول درباندې ګران وو، ته هم ورته ګرانه وې.هغه خو اوس په بمونو والوته، هلته خوستا ورېرونه اوبچیان یې په وینوکې ولمبیدل، هلته خوستا د تره لمسیان ټول د مسجد د خاورولاندې شو،هغوي لمانځه ته تللي وو.
هلته نور تل غم خپله لمن خوره کړه، هلته به نور نه هغه پیتاوی وي او نه هغه ټوکې ټکالې.
مورې تا خو نه شو ژړلی، زړه به دې خوړ، خو اوس زه ستا له پاره هم د هرټکي سره اوښکې تویوم، نور څه مې د لاسه پوره نه دي،همدا ژړا ده.
ما هم ډېر ښه وخت هلته تیرکړی، ماما ګان مې ټول ښه او د خبروخلک وو، ټوکی ټکالې به ډېرې وي، د ژمي پیتاوي کې به مې کله کله زما د همزولو سره اټیران ( یوه د سترنج په څیرلوبه ده) کاوه. ډېر هلته تلم، ماما ګان راته ګران وو او زه هم د ماما ګانو کورنیو ته ګران وم.
د جمعې په ورخ موږپه بیلجیم کې وو. د چا تلفون نمرې مې هم نه وې وړې او هغې تختې مې د جال کار نه ورکاوه، د نړۍ سره مې مزي نه درلودل. په ما زما ملګري اوخپلوان هم ملامت نه دي، ډېرلټ یم او بیکاره. بې پروا نه یم او که ځان به داسې نه ګورم.
په دې ورځ، د جمعې په ورځ مې زما دمیرمن د وراره څخه تلفون واخسته، چې خبرونه وګورم، نو لومړی خبر مې همدا د غمونو لړلی خبر په سترګو شو، چې زما هم د هغو ټولو یادونو د مخه تیرېدو سره غبرګې اوښکې بیواکه شوې اود د ې سترغم درد ته یې نور د ودرېدو توان نه لاره.
په داسې یوه کلي کې، چې ولس نه یو کلی دۍ څو اویا کسان وژلکیدل اوله څلوېښتو زیان ټپیان خو یوه ډېره ستره غمیزه ده. کلي کې خونورنارینه نه شته، هغوي لمنځونه کول او ښځې خو جماعتونوته نه ځي. څوک چې ژوندي پاتې دي، هغه واړه او ښځې،هغه هم نورې په ژوندیوکې نه ګڼل کیږي.هغه په ژوندینې مړې دي. پلرونه نه شته، چې دوي بیا پلرنۍ غیږ کې ونیسي او ویې خندوي، خدایه (ج) د دوي ژوند به نوتل ژړاوي. پوښتنه خو نه کوم، ستا بنده یم، خو په فکرکې مې دا راګرځي.
خدایه دا مې د مورکلی وو او دا د تنونو ټوټې یې چې خلکو راتولولې، دا مې د مورد تره زامن اولمسیان وو، هغې ورېرونه و، د هغې ګران خلک وو، ښه دۍ، چې مورمې لا دمخه مړه ده.
خدایه د دې کونډو یتیمانو چغې خو ته اورې او پوهیږې، چې دا زموږله پاره څومره د غمونو ډکې دي.
خدایه ته خوګورې، چې دا سپینپګړي او تورګړي به څومره دې خپل کارته خوښ وي.
دا کسان، دا د دې کارکړوني او امرکوونکې د خپل دوزخ له پاره د سیده تګ لارې پرانیزي. فکرکوم، چې دوزخ به هم د دوي له پاره کم وي، دا انساني فکر دۍ او د له غمه ډک فکر.
دا کسان چې دا کار کوي، دا څوک دي؟ د سپينې پګړۍ وي اوکه د تورې، دا همغه د یوه خره غوږونه دي.
دوي ته چې داسې کارونه کوي د ویلو څه نه لرم، داسې د هغوي د شان سره مناسب څه مې خیال ته هم نه شي راتللی او د حیواناتو سره پرتله کونه یې حیواناتو ته توهین دۍ، دوي توهین کیدلی نه شي،دوي له توهینور اخوا دي،نه پوهیږم، چې دوي به نوڅه شی وي. خو لويه څښتنه په ډېره بخښنه زه خو له تا د پوښتنې حق نه لرم، خو دا مې په زړه کې ګرځي، چې:
ایا دوي هم اشراف المخلوقات دي؟
زما یواځې یو کار د لاسه پوره دۍ، چې هغه مې ماماګانو ته دعا ده. لوي څښتن دې د ټولو شهیدانو د فردوس جنت په برخه کړي، ټپيانو ته دې روغې سټې ورکړي، د ټولو شهیدانو کورنیو، زماګرانو مانیګانو او ترورانو ته دي لوي څښتن اجرونه او د زړه صبر وکړي.
خدایه (ج) ته پوهیږې موږخو(ستا پیدا) نه پوهیږو.
الله دې رحم وکړي .
د لوی صبر او د صبر جمیل سوالونه دې بې ګناه او مظلومو وروڼو او خویندو ته د رب تعالی نه غواړم . او سترو او پاکو او بې ګناه وژل شویو مسلمانانو وروڼو ته مې چې په دغه مقدس جومات او د الله پاک په کور کې هغه په یو صف او یو اتحاد را غونډ شوي د شهادت اوچتې درجې غواړم .
خپلو امنیتي ځواکونو ته دعا کوم چې الله دې مل شي او د دښمنانو تنې دې په لپو لپو د زمرو په شان څیرې کړي ، دا بې ننګه دښمان د درې کړیو څخه پرته بل څوک کیدلی نه شي .
لومړی طالبان :
دغه بې شرمه بې ننګه ، سفاکه او د آی ایس اي غلامانو او پنجابکو ته یې پریښې خپلې میندې د افغانانو په وینو تویدو سرپه نه کوي ، دوی زموږ مشران ، مخور وژني .
دویم سفاک او تور شرمخان داعش دي ، چې دا ډیرۍ د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دي چې په پټه د افغانستان په ختیځ کې اکمالیږي ، او ډیرۍ یې ځان سلفیان او وهابیان هم وایي ، او دا بې ننګه بې ناموسه ، په عربو میین هم د افغانانو په وژلو سرپه نه کوي ، چې د دوی د بې رحمۍ او لا انسانیت او د وحشت نمونه نړۍ په عراق او سوریه او د کرد په ځمکه وکتله ، دوی نه په خپل ناموس دي او نه د بل په نموس .
او دریم دښمن یو د لستوڼي مار دی ، چې د شرمیدلې امریکا دجالي شبکه او په جلال اباد میدان کې میشت د شر او د وسواس جاله او استخباراتي او عملیاټي ځواکونه دي ، چې آن دغه شپني عملیات او چاپې هم د دوی په مشرۍ تر سره کیږي ، دغو افغانانو ته د شفا اوبه او د ملهم پټۍ ورنه کړئ ، تل یې اوبه خړې کړې ، د افغانانو په زخمونو یې ملهم لګولي ، چې دغه دوه سرې حکومت جوړول هم د دوی یوه سیاسي تجربه او شیطاني لوبه وه . دوی هر رنګه میزایل ویشتلی شي ، په دې کې هیڅ شکه نشته ، چې دغه کار یا دوی د یوې فتنې په خاطر ترسره کړې وي .
افغانان باید دغه داخلي او خارجي دښمنانو پر وړاندې پرمختللی ، ځیرکه او هر اړخیز سوچ او فکر وکړي .
جودره کي شهیدانو ته سلام دی
دغه غم د یوه نه دی دغه عام دی
خدایه دا دی هم مسلم دی چي یي وینو؟
چي بشر ترینه په لر او بر نارام دی