تاند، دوشنبه،  میزان ۲۹: وروسته له هغې چې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر د ناڅاپي راتګ خبرونه خپاره شول، اوس  ویل کېږي چې تېره ورځ دامریکادکانګرس مشره نانسي پلوسي هم په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلې او له ولسمشر غني او نورو چارواکو  سره یې لیدلي دي.

  د نانسي پلوسي دفتر وايي، اغلې پلوسي لومړی په اردن کې یوه دمه کړې او بیا افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر له سفر سره هم مهاله د کانګرس له یو پلاوي سره د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلې او له ولسمشر غني سره یې پر سوله، امنیت او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

اغلې پلوسي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو په اشاره وویل، ډېر څه یې اورېدلي او د ټاکنو د پایلو په اړه هیله منده ده: (( زموږ پلاوي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه له چارواکو سره ټینګار درلود، ځکه اداري فساد، د افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړی دی، موږ همدا راز ټینګار وکړ چې افغانې ښځې دې هم د پخلاینې د خبرو پر مېز وي.))

د کانګرس پلاوی په داسې مهال د منځني ختیځ او سویلي اسیا په سفر راوتلی چې ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د ځواکونو په ایستلو د امریکا له متحدینو سره ځینې پوښتنې پیدا کړې دي.

نانسي پلوسي د ټرمپ د پالېسیو مخالفه ده او له همدې کبله یې له ټرمپ سره اړیکې هم ډېرې خرابې دي.

 اوس چې پلوسي کابل ته راغلې ده وايي، د سپینې ماڼۍ لخوا ورته په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې په اړه کم معلومات ورکړل شوي وو، دا معلومات یې له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله، افغانو مېرمنو او د مدني ټولنو له مشرانو سره په کتنه کې پوره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *