تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې اسلام اباد پر طالبانو فشار راوړی تر څو اوربند ته غاړه کېږدي، یا هم په افغانستان کې په نااعلان شوي ډول تاوتریخوالی راکم کړي.

 اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستاني لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکلي چې اسلام اباد طالبانو ته ویلي، که اعلان یې نه شي کولی نو یو نااعلان شوی اوربند دې وکړي.

اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې زیاته کړې، امریکایانو هم د دې خبرې هرکلی کړی او ویلي یې دي که طالبان حتی په نااعلان شوي ډول هم اوربند وکړي نو کېدای شي چې مذاکرات بیا ورسره پيل کړي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه امریکا او پاکستان ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

 دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره تېره سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول، خو لیدل کېږي چې خلیلزاد، الیس ویلز او په دې وروستیو کې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر سفرونه د سولې لپاره دامریکا د نویو هڅو ښکارندویي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *