تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: د افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې د ټاپي د ګازو پایپلاین د مسیر د خوندي کولو لپاره عملیات پیل کړل.

 د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د پایپلاین کار چې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې یې د افغانستان په خاوره کار پیل شوی و، ځینو سیمو کې د ناامنیو له کبله یې لا له صفر څخه پرمختګ نه دی کړی.

 اوس د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نوې تشکیل شوې قطعه به د نیمروز له دلارام څخه د کندهار تر میوند ولسوالۍ او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ګازو د پایپلاین تېرولو لپاره زمینه سازي وکړي.

 د افغان چارواکو له قوله د ټاپي د ګازو نللیکه له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه پاکستان ته تېرېږي چې د دغه مسیر د امنیت د خوندیتوب لپاره دوه میاشتې وړاندې یوه ۷۰۰ کسیزه قطعه جوړه او څو ورځې وړاندې یې په کار پيل وکړ: (( لا هم پر ټاپي پروژه کار نه دی پیل شوی، زموږ دا قطعه کوشش کوي ژر تر ژره امنیت خوندي کړي او د کار اسانتیا برابره کړي او په هلمند کې یو ژور امنیتي بدلون راولي.))

 د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې پرانیستل شوه، اوس ترکمنستان وايي، په خپله خاوره کې یې د دغې پروژې کارونه پای ته رسولي دي، مګر په افغانستان کې لا هم د امنیتي ستونزو له کبله پر دغه پروژه کار نه دی پيل شوی.

همدا راز پاکستان هم له دغې پروژې څخه د ځان ایستلو هڅه کړې ده، خو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ترکمنستان یو پلاوی پاکستان ته ولاړ تر څو پاکستاني چارواکي بیرته په دغه پروژه کې ونډې اخیستلو ته وهڅوي او قناعت ورکړي.

 که دا پروژه بشپړه شي، افغانستان به د کال ۳۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز او نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید یا حق العبور له ټاپي نللیکې څخه ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *