ملا آغا جان معتصم

تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر معتصم اغاجان وايي، دا ځل باید د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې باید په هرات کې پیل شي.

 ښاغلي اغا جان له هشت صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، نظارت باید ځکه موجود وي چې هیڅ لوری یو بل ته فریب ورنکړای شي، ځکه د ده په وینا د سولې د مذاکراتو ګډوډول یو غیر اخلاقي کار دی: (( زه به خپلو ملګرو سره هم تماس کوم چې که بیا مذاکرات پيلېږي، باید له هراته پيل شي،ځکه هرات اماده شوي شرایط لري او د سولې لپاره غوره ځای دی.))

 ښاغلي اغاجان زیاته کړه، هغه طالبان چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی یې کاوه، اوس ژوندي نه دي، بلکې په طالبانو کې اوس هغه نسل وده کړې چې ښوونځیو ته د ښځو له تګ او تلویزیون سره هیڅ ستونزه نلري: (( ښوونځیو ته د ښځو له تګ سره مخالفت طالبانو ته له مجاهدینو پاتې و، ځکه هغوی نه غوښتل چې نجونې ښوونځی ولولي.))

معتصم اغاجان همدا راز ویلی، که د سولې مذاکرات بیا پيلېږي، پایله یې په افغاني مذاکراتو پورې تړلې ده: ((  بهرنیان باید مسوولانه له افغانستان څخه ووځي، په دې معنا چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې هوکړه سل په سله کې وکړي. دا سوله باید تضمین کړي چې مخالفې ډلې له یو بل سره بیا جګړې ته نه کېوځي، که داسې ونشي انارشي او جګړه بیا پیلېږي.))

معتصم اغا جان دا مهال په هرات کې د اتم امنیتي کنفرانس له ترسره کېدو وروسته دېره دی او نوموړي په دغه کنفرانس کې هم ټینګار کړی و که حکومت ته جمهوریت او طالبانو ته امارت سره کرښه وي نو دریمه لار دا ده چې اسلامي جمهوري امارت رامنځته شي او نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *