تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: امریکا پرته له دې چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، په افغانستان کې خپل ځواکونه راکموي.
نن دوشنبه په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړي پوځي جنرال اسټین میلر په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې سږ کال یې د تېر کال په پرتله ۲ زره سرتېري کم کړي او اوس په افغانستان کې د امریکا ۱۲۰۰ زره سرتېري حضور لري.
یو شمېر نورو امریکايي او افغان چارواکو هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې سږ کال به د امریکايي پوځیانو شمېر په افغانستان کې ۸ زرو ته راښکته شي.
ویل کېږي، دا له طالبانو سره د شوې هوکړې د لومړنیو اقداماتو څخه ګڼل کېږي، خو افغان چارواکو ویلي چې کابل په دې تړاو له امریکا سره لاسلیک هم کړی چې سمه ده سرتېري سږ کال ۸ زرو ته راکم کړئ.